امریکې ته د پاکستان خبردارے
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i57503-امریکې_ته_د_پاکستان_خبردارے
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر امریکې ته خبردارے ورکړ چې د ترهه ګرۍ په مرکز د اسلام آباد د بدلېدو په اړه د امریکائی چارواکو څرګندونې په سیمه کښې سولې رامنځته کېدو ته زیان رسوی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 07, 2017 08:22 Asia/Kabul
  • امریکې ته د پاکستان خبردارے

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر امریکې ته خبردارے ورکړ چې د ترهه ګرۍ په مرکز د اسلام آباد د بدلېدو په اړه د امریکائی چارواکو څرګندونې په سیمه کښې سولې رامنځته کېدو ته زیان رسوی.

د اېرنا د رپوټ له مخې خواجه محمد آصف په واشنګټن کښې په یوه وېنا کښې په دې اړه چې واشنګټن اسلام آباد ته له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په موضوع کښې د خپلې تګلارې د بدلولو لپاره وروستے فرصت ورکوی وویل، اسلام آباد د ترهه ګرو د ټولو پټځایونو د تباه کولو لپاره د عملیاتو د جاری ساتلو کلکه  فېصله کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همدارنګ د افغانستان په جنګ کښې د امریکې ماتې ته اشاره وکړه او وې ویل آمریکه کوشش کوی له ترهه ګرۍ څخه په ملاتړ باندې د اسلام آباد په تورنولو سره په خپلې ماتې برغولے کیږدی.                      

        د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ستمبر په  یویشتمه نېټه د پاکستان او افغانستان په اړه په خپله نوې پالېسۍ کښې پاکستان د ترهه ګرو لپاره یو امن پناه ځاے وبلۀ چې دې موضوع  د دغه هېواد د چارواکو قهر راوپاروۀ او د دواړو هېوادونو ترمېنځ تاوتریخوالے زیات شو.