کراچۍ کښې د طالبانو او القاعدې څلور غړي وژل شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i57549-کراچۍ_کښې_د_طالبانو_او_القاعدې_څلور_غړي_وژل_شوي_دي
د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغه هیواد په سویل کښې د طالبانو او القاعدې څلور ترهګر وژلي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 07, 2017 17:10 Asia/Kabul
  • کراچۍ کښې د طالبانو او القاعدې څلور غړي وژل شوي دي

د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغه هیواد په سویل کښې د طالبانو او القاعدې څلور ترهګر وژلي دي.

د پاکستان د سند صوبې د مرکز کراچۍ ښار د ملیر سیمې د پولیسو مشر راو انور نن وویل چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو د ترهګرو خلاف په دوو جلاجلا عملیاتو کښې د طالبانو او همداشان د القاعدې ترهګرو ډلو څلور وسله وال ووژل.

خبر زیاتوي چې وژل شویو کسانو په پاکستان کښې د خلکو په وژله کښې لاس درلود.

په دغو عملیاتو کښې ډیره وسله او چاودونکي توکي هم د پاکستان د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.