په ګاونډ کښې مو د بهرنی لاسوهنې په وجه هیواد ناامنه شوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i57551-په_ګاونډ_کښې_مو_د_بهرنی_لاسوهنې_په_وجه_هیواد_ناامنه_شوی
په ملګرو ملتو کښې د پاکستان استازې ادعا وکړه چې په تیرو دوو کالو کښې له ترهګرۍ سره په مقابله کښې د پاکستان د حکومت بریاوې په ټول هیواد کښې د ترهګرو د فعالیتونو د سخت کمي سبب شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 07, 2017 17:12 Asia/Kabul
  • په ګاونډ کښې مو د بهرنی لاسوهنې په وجه هیواد ناامنه شوی

په ملګرو ملتو کښې د پاکستان استازې ادعا وکړه چې په تیرو دوو کالو کښې له ترهګرۍ سره په مقابله کښې د پاکستان د حکومت بریاوې په ټول هیواد کښې د ترهګرو د فعالیتونو د سخت کمي سبب شوې دي.

په ملګرو ملتو کښې د پاکستان سفیرې وویل: زمونږ هیواد نویو اقداماتو په کولو سره له ترهګرۍ سره د مبارزې بهیر چټک کړی دی او په قبایلي سیمو او له افغانستان سره په ټوله ګډه پوله کښې د ترهګرو د مرکزونو ختمول یې په وړومبیتوب کښې راوستي دي.

ایسنا د نیشن ورځپاڼې په لیکنه خبر ورکړی چې په ملګرو ملتو کښې د پاکستان سفیرې ملیحه لودهي د دغه سازمان د عمومي اسامبلې په شپږمه کمیټه کښې وویل: په پاکستان کښې ترهګري د سیاسي او جیوسټراټيجکو بدلونونو او همداشان په تیرو څلویښتو کالو کښې زمونږ په ګاونډ کښې د بهرنیو لاسوهنو په وجه رامینځته شوې ده.

هغې وویل چې د اسلام آباد حکومت خپل څه باندې ۲۷ زره ملکیان او پوځیان د ترهګرۍ خلاف عملیاتو کښې له لاسه ورکړي دي او ګڼ شمیر هم په دې لاره کښې زخمي شوي دي میلیارډونه ډالر تاوان رارسیدلی دی خو دا ټولو ستونزو د ترهګرو خلاف د پاکستان د حکومت د عملیاتو د دوام مخه نه ده نیولې.

په ملګرو ملتو کښې د پاکستان استازې ادعا وکړه چې په تیرو دوو کالو کښې له ترهګرۍ سره په مقابله کښې د پاکستان د حکومت بریاوې په ټول هیواد کښې د ترهګرو د فعالیتونو د سخت کمي سبب شوې دي.