د پاکستان د پخوانی وزیراعظم زوم ونیوے شو
Oct 09, 2017 13:28 Asia/Kabul
د پاکستان د پخوانی وزیراعظم نواز شریف زوم د اسلام آباد په نړیوال ډګر کښې د مالی ټګۍ په تور ونیوے شو.
زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې کېپټن محمد صفدر چې له خپلې ښځې مېرمن مریم نواز سره بېګا له لندنه اسلام آباد ته راغلے ؤ په هوائی ډګر کښې د مالی فساد په تور ونیوے شو او مېرمن یې د نواز مسلم لیګ څانګې د مشرانو په مداخلت سره له هوائی ډګره بهر وتلو کښې کامیابه شوه.
پاکستانی رسنیو اعلان وکړ: کېپټن صدر نن سحر د ملی احتساب په محکمه کښې حاضر شو او محکمې هم د وثیقې په ضمانت سره د کېپټن محمد صفدر له ازادولو سره موافقت وکړ.
ټیګونه