ایران لسګونه غیرقانوني پاکستانيان بیرته ستانه کړل
په پاکستان کښې بې روزګاري او اقتصادي ستونزې د دغه هیواد د خلکو د غیرقانوني مهاجرت ستره وجه ده.
د ایران پوله ساتو ځواکونو د پاکستان سرحدي چارواکو ته د ۷۳ غیرقانوني پاکستاني کډوالو د سپارلو خبر ورکړ.
د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان رسمي رسنیو په یو رپورټ کښې اعلان وکړ چې دغه ۷۳ غیرقانوني مهاجر چې په مهاجرت پورې اړوند معتبر مدارک نه لري، د ایران د سرحدي ځواکونو لخوا د تفتان سرحد له لارې د پاکستان سرحدي ځواک ته وسپارل شول.
دغو غیرقانوني پاکستاني مهاجرینو نیت درلود چې د ایران له لارې اروپايي هیوادونو ته لاړ شي.
کابو یوه اونۍ مخکښې هم ۱۷۷ پاکستاني ښآریز په غیرقانوني بڼه ایران ته د راتګ په وجه نیول شوي وو چې د پاکستان حکومت ته وسپارل شول.
په پاکستان کښې بې روزګاري او اقتصادي ستونزې د دغه هیواد د خلکو د غیرقانوني مهاجرت ستره وجه ده.