اسلام آباد کښې د پاکستان او امریکې سیاسي پلاویو سره وکتل
د روان کال د آګست په ۲۱ نیټه د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې سټراټیجۍ له اعلانیدو وروسته د اسلام آباد او واشنګټن اړیکې لانجمنې شوې دي.
د امریکې او پاکستان ترمینځ د سیاسي او سفارتي شخړې وروسته د هغې د ختمولو په موخه په اسلام آباد کښې د دواړو هیوادونو د پلاویو ترمینځ د خبرواترو نوی پړاو ترسره شو.
د ایرنا د خبر له مخې د امریکې د ولسمشر د مرستیالې او د دغه هیواد د ملي امنیت د شورا د سویلي او مرکزي آسیا د چارو د لوې مدیرې لیزا کورټِس په مشرۍ د امریکې یو لوړرتبه سیاسي پلاوي پرون د پاکستان د خارجه وزارت له قائم مقامې تهمینه جنجوعه سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.
په دغه کتنه کښې دواړو خواو د افغانستان او سویلي آسیا په هکله د امریکې د نوې سټراټیجۍ په باب موافقه وکړه چې د اسلام آباد او واشنګټڼ د اختلاف وړ موضوعات په سر بحث او د نظر تبادله وشي.
یاده دې وي چې د روان کال د آګست په ۲۱ نیټه د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې سټراټیجۍ له اعلانیدو وروسته د اسلام آباد او واشنګټن اړیکې لانجمنې شوې دي.