کویټه کښې ترهګرې چاودنې څلور تنه مړه او ژوبل کړل
Oct 13, 2017 13:56 Asia/Kabul
د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې شوې ترهګره حمله کښې یو کس وژل شوی دی.
ایرنا د پاکستان د پولیسو له قوله لیکلي چې نن د دغه هیوا په کویټه ښار کښې شوې ترهګرې حملې کښې د پاکستان یو پولیس ځواک وژل شوی او د یو ماشوم په شمول درې تنه نور زخمي شوي دي.
د حملې پړه لا چا نه ده منلې خو د عواملو د پيژندلو لپاره یې د کویټې د پولیسو او امنیتي ځواکونو تحقیقات روان دي.
ټیګونه