د تښتول شویو شیعه ؤ د آزادۍ لپاره په پاکستان کښې مظاهرې
د پاکستان خلقو د تښتول شویو شیعه ؤ د ازادۍ لپاره مظاهرې وکړې.
زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین د عمومی سېکتر مرستیال علامه احمد اقبال رضوی پرون په مظاهرو کښې چې د جمعې له نمانځه وروسته جوړې شوې د تښتول شویو شیعه ؤ د ازادۍ لپاره له خپلو نورو څو ملګرو سره په رضاکارانه توګه پولیسو چارواکو ته ځان حواله کړ.
همدارنګ د خېبر پښتونخوا صوبې د ډېره اسماعیل خان ښار په شمول د پاکستان د سېند صوبې په مختلفو ښارونو کښې هم خلقو د تښتول شویو شیعه ؤ د ازادۍ لپاره احتجاجی مظاهرې وکړې.
د پاکستان شیعه ؤ همدارنګ په پرونیو مظاهرو کښې د دغه هېواد د سترې محکمې له مشر څخه وغوښتل چې زر تر زره دې د تښتول شویو شیعه ؤ په باره کښې د هغوی کورنیو ته اطلاع ورکړی.
مظاهره کوونکو د پاکستان د حکومت په خلاف د نعرو په وهلو سره د تښتول شویو شیعه ؤ د ازادۍ غوښتنه وکړه.
څو میاشتې مخکې له کراچۍ او اسلام آباد ښارونو څخه یو شمېر شیعه شخصیتونه او ځوانان په مشکوکه توګه وتښتول شول او تر اوسه یې د برخلیک په اړه څه اطلاع نشته .
د بشری حقوقو څارونکې ادارې هم په پاکستان کښې د دغو کسانو په تښتول کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.