د تښتول شویو شیعه ؤ د آزادۍ لپاره په پاکستان کښې مظاهرې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i58051-د_تښتول_شویو_شیعه_ؤ_د_آزادۍ_لپاره_په_پاکستان_کښې_مظاهرې
د پاکستان خلقو د تښتول شویو شیعه ؤ د ازادۍ لپاره مظاهرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 14, 2017 10:50 Asia/Kabul
  • د تښتول شویو شیعه ؤ د آزادۍ لپاره په پاکستان کښې مظاهرې

د پاکستان خلقو د تښتول شویو شیعه ؤ د ازادۍ لپاره مظاهرې وکړې.

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین د عمومی سېکتر مرستیال علامه احمد اقبال رضوی پرون په مظاهرو کښې چې د جمعې له  نمانځه وروسته جوړې شوې د تښتول شویو شیعه ؤ د ازادۍ لپاره له خپلو نورو څو ملګرو سره په رضاکارانه توګه پولیسو چارواکو ته ځان حواله کړ.

همدارنګ د خېبر پښتونخوا صوبې د ډېره اسماعیل خان ښار په شمول د پاکستان د سېند صوبې په مختلفو ښارونو کښې هم خلقو د تښتول شویو شیعه ؤ د ازادۍ لپاره احتجاجی مظاهرې وکړې.

د پاکستان شیعه ؤ  همدارنګ په پرونیو مظاهرو کښې د دغه هېواد د سترې محکمې له مشر څخه وغوښتل چې زر تر زره دې د تښتول شویو شیعه ؤ په باره کښې د هغوی کورنیو ته اطلاع ورکړی.

مظاهره کوونکو د پاکستان د حکومت په خلاف د نعرو په وهلو سره د تښتول شویو شیعه ؤ د ازادۍ غوښتنه وکړه.

څو میاشتې مخکې له کراچۍ او اسلام آباد ښارونو څخه یو شمېر شیعه شخصیتونه او ځوانان په مشکوکه توګه وتښتول شول او تر اوسه یې د برخلیک په اړه څه اطلاع نشته .

د بشری حقوقو څارونکې ادارې هم په پاکستان کښې د دغو کسانو په  تښتول کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.