پاکستان او ایران د سرحدي مدیریت او امنیت د پراختیا هوکړه وکړه
د سرحدي مدیریت او امنیت د پراختیا هوکړه لیک د پاکستان په ګوادر بندر کښې د ایران او پاکستان د ګډ سرحدي کمیشن په یوویشتمه غونډه کښې لاسلیک شو.
د ایرنا د خبر له مخې د ایراني پلاوي د مشر په توګه د سیستان او بلوچستان د ولایت مقام امنیتي او پولیسي مرستیال علي اصغر میرشکاري او د پاکستاني پلاوي د مشر په توګه د دغه هیواد د بلوچستان صوبې حکومتي لوې مدیر اورزنګزیب حق د ایران او پاکستان د ګډ سرحدي کمیشن په یوویشتمه غونډه کښې د سرحدي حالاتو، امنیتي مسائلو، کډولۍ او د دواړو هیوادونو د سرحدي تجارت په هکله خبرې اترې وکړې.
دواړو لورو په دغه غونډه کښې د نشه ایزو توکو د قاچاق د مخنیوي، د غیرقانوني کډوالو په لړ کښې د دوه اړخیزې ملګرتیا او له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د دواړو هیوادونو د توانمنیو د استعمالیدو غوښتنه وکړه.
امنیتي او اقتصادي موضوعات او د ګډو سرحدي بازارونو او سرحدي معبرونو د جوړیدو په موضوعاتو هم په دغه غونډه کښې هوکړه وشوه.