پاکستاني چارواکي د امریکايي بریدونه په اړه ضد و نقیض دریځونه لري
د خیبر پښتونخوا صوبې په قبایلي سیمو باندې د امریکې د حملې په لړ کښې د پاکستان وزیراعظم او پوځ ضد و نقیض دریځونه لري.
د پاکستان د پوځ ویاند ادعا کړې چې د پاکستان پر خاورې د امریکې د بې پایلټه الوتکو د بریدونو په هکله خپاره شوي خبرونه دروغ دي.
جنرال آصف غفور وویل چې د پاکستان په خاوره کښې د ترهګرو د مرکزونو د هدف ګرځیدو په هکله په رسنیو کښې خپاره شوي خبرونه بې بنیاده دي او د امریکې بې پایلټه الوتکې د پاکستان هوايي حریم ته نه دي ننوتې.
هغه زیاته کړه چې په دې تیرو څو ورځو کښې د امریکې ټولې حملې د افغانستان په خاوره کښې شوې دي.
د پاکستان د پوځ د ویاند دا خبرې په داسې حال کښې دي چې پرون د دغه هیواد د وزیراعظم سلاکار د خیبر پښتونخوا صوبې په قبایلي سیمو د امریکې د ډرون الوتکو حملې غندلې وې.
مصدق ملک وویل: د امریکې د بې پایلټه الوتکو بریدونه د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت زیانمنوي او د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي ده.
د ویلو ده چې په دې روانه اونۍ کښې د امریکې بې پایلټه الوتکو لږترلږه دوه ځلې د کرمۍ ایجنسۍ استوګنې سیمې وویشتلې چې لسګونه کسان پکښې مړه شوي دي.