د معظم رهبر وینا په پاکستاني رسنیو کښې پراخ انعکاس لرلی دی
د ایران د ځوانو پوهانو او غوره علمي وړتیاو لرونکو سل هاو کسانو په کتنه کښې د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر وینا د پاکستان په رسنیو کښې پراخ انعکاس درلود.
د پاکستان ترټولو معتبرې حکومتي رسنۍ یعنې (ریډیو پاکستان) ویلي چې آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي ټینګار کړی ترڅو چې نړیوال قدرتونه په ایټمي موافقې پابند وي، د ایران اسلامي جمهوریت به یې هم احترام کوي.
دغې رسنۍ زیاته کړې چې د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر په تهران کښې د محصلینو په ټول کښې وویل: که امریکا برجام څیری کړي نو ایران به یې ټوټې ټوټې کړي.
دغه خبر زیاتوي چې حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي څرګنده کړه: د اروپا او امریکې له دباونو سره سره به ایران د خپلو بالیسټک توغندیو د پياوړتیا پروګرام ته دوام ورکړي.
د پاکستان انګریزي ژبې (ټریبیون) ورځپاڼې هم لیکلي چې حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي وویل: نه دي پریښودل پکار چې د ډونلډ ټرمپ کم عقلۍ زمونږ پام د امریکې له استعماري سیاستونو واړوي.
ورځپاڼې زیاته کړې چې آیت ا... خامنه اي وویل: اروپايي هیوادونو له ایټمي موافقې په خپل ملاتړ باندې په ټینګار سره د هغې د خلاف ورزۍ مخالفت کړی خو دا پوره نه ده، اروپا باید د امریکې د پریکړو په وړاندې راپورته شي.
او نیشن ورځپاڼې هم لیکلي چې د ایران د اسلامي انقلاب مشر د امریکې د ولسمشر لاپې شاپې او بې ځایه خبرې رد کړې.