ایران او پاکستان د خپل مینځي سوداګري اړیکو پراختیا غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i58659-ایران_او_پاکستان_د_خپل_مینځي_سوداګري_اړیکو_پراختیا_غواړي
په اسلام آباد کښې د ایران سفیر او د پاکستان د پنجاب صوبې د سیالکوټ ښار د سوداګرۍ او صنعت د خونې یوه ډلو غړو د دوه اړخیزو تجارتي اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2017 16:57 Asia/Kabul
  • ایران او پاکستان د خپل مینځي سوداګري اړیکو پراختیا غواړي

په اسلام آباد کښې د ایران سفیر او د پاکستان د پنجاب صوبې د سیالکوټ ښار د سوداګرۍ او صنعت د خونې یوه ډلو غړو د دوه اړخیزو تجارتي اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې مهدي هنردوست د پاکستان د سیالکوټ ښار د سوداګرۍ او صنعت خونې د یوشمیر غړو په کتنه کښې په دې خبرې سره چې د اقتصادي اړیکو غوړیدا د دواړو هیوادونو ترمینځ د سیاسي اړیکو د پراختیا بشپړونکې ده، وویل: په پاکستان کښې د ایران سفارت او د دغه هیواد په مختلفو ښارونو کښې یې نورې کنسولګرۍ د پاکستان د تاجرانو او اقتصادي فعالانو د ستونزو هوارولو ته چمتو دي.

هغه په دې خبرې سره چې په ایران کښې د پاکستاني تاجرانو لپاره ډیر فرصتونه شته دي، زیاته کړه: ایران دریمګړي هیواد ته د خپلو ټرانزټي شیانو د انتقال لپاره له پاکستاني تاجرانو سره د ملګرتیا پراختیا ته چمتو دی.