د پاکستان د تحریک انصاف د مشر لخوا شهباز شریف ته ګواښ
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر د دغه هېواد د پنجاب صوبې وزیراعلی شهباز شریف له اقتداره په لرې کولو وګواښۀ.
د تسنیم خبری اژانس د رپوټ له مخې عمران خان نن د پنجاب صوبې په میانوالی ښارکښې د خپلو پلویانو په غونډه کښې وویل: د نواز شریف له تلو نه پس د شهباز شریف وار دے ځکه چې هغه هم په دغه هېواد کښې په مالی ټګۍ کښې رول لری.
هغه همدارنګ په پنجاب صوبه کښې د پولیسو مزدورانه کردار د دغې صوبې د وزیراعلی شهباز شریف د چلند نتیجه وبلله.
عمران خان په خپله وېنا کښې زیاته کړه: هغه اقتصادی فساد چې نواز شریف په پاکستان کښې رامنځته کړے دے زیاته پراخه شوے او اوس د سرمایه دارو ټېکسونه د ټولنې د فقیرو خلقو په اږو پراته دی.
هغه همدارنګ د دغه هېواد په پخوانی ولسمشر آصف زرداری هم نیوکه وکړه او وې ویل، دا خبره ناممکنه ده چې هغه به د خپل اقتدار په دوران کښې ټېکسونه ادا کړی وی.
عمران خان همدارنګ امید څرګند کړ چې په دغه هېواد کښې د راتلونکی کال په انتخاباتو کښې د هغه د ګوند تر کامیابۍ پورې به په پاکستان کښې د مالی فساد جرړې ووځی.