د پاکستان د خزانې د وزیر د نیولو حکم
د پاکستان د فساد په خلاف محکمې یا احتساب عدالت نن سهار د دغه هېواد د خزانې د وزیر اسحاق ډار د نیولو حکم جاری کړ.
زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د پاکستان د خزانې وزیر په مالی ټګۍ تورن دے او ټاکلې شوې وه نن محکمې ته حاضر شی او د قاضی محمد بشیر پوښتنو نه ځواب ورکړی.
د اسحاق ډار وکیل په محکمه کښې وویل چې موکل یې د بیمارۍ په وجه په برطانیه کښې په روغتون کښې داخل دے نو ځکه دغې محکمې ته حاضر نه شو.
اسحاق ډار د پاکستان د څنګته کړې شوی وزیراعظم له نزدې ملګرو څخه دے. نواز شریف او کورنۍ یې په مالی ټګۍ تورن دی.
د نواز شریف دوه زامن هم ټاکلې شوې ده محکمې ته حاضر شی. همدارنګ د نواز شریف زوم کېپټن صفدر هم په دې وروستیو ورځو کښې په ضمانت له جېله ازاد شوے دے.
له دې مخکې د پاکستان احتساب عدالت د دغه هېواد د وزیراعظم نواز شریف د کورنۍ د پانګو د مصادره کولو خبر ورکړے ؤ.