په پاکستان کې احتساب دسیاسی موخو په اساس کیږی
پاناما لیکس نومې سندونو دنړۍ دنوروهیوادونو په څیر دپاکستان دزیاتره سیاستوالانو په تیره بیا دنواز شریف کورنۍ درغلۍ او ټګۍ نندارې ته وړاندې کړی چې له امله ئې ټګ نواز شریف د دغه هیواد له صدر اعظمۍ څخه هم لاس ووینځۀ او له سیاسی ډګره هم حذف شو .
زمونږخبریال راپور راکړ دپآکستان پخوانی ټګ لومړی وزیر نوازشریف چې نن له لندنه د پاکستان د احتساب ادارې په وړاندې د درغلیو اوټګیو په تورونو احضاریدو لپاره دغه هیواد ته تللی ، په اسلام اباد کې په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی هغه کسان چې د هغه او دهغه د کورنۍ غړی په مالی فساد اوټګیو محکوم کوی ، باید پوه شی چې د دغې کورنۍ دشتمنیو زیاتیدا له لسګونو کلونو مخکې راهسې پیل شوې ده او دپاناما لیکس سندونو په دې زمینې کې دهغه هیڅ ډول نامه نه د ه اخستې .
ټګ نواز شریف وئیلی دی ، هغه فیصله چې دپآکسان سترې محکمې صادره کړې ، او دهغې په اساس ئې صلاحیّت رد شوی دی ، یوازې د هیواد په تاوان تمامه شوې ده .
نواز شریف په داسې حال کې نن پآکستان ته ورغلی ، چې له دې مخکې هم د هغه د احضاریدو حکم صادر شوی ؤ خو هغه ددې په ځای چې له لندنه پاکستان ته ورشی ، څو ورځې ئې په سعودی عربستان کې تیرې کړې او بیا لندن ته بیرته لاړ او نن بلاخره هم پاکستان ته تللی دی .