د مجلس وحدت مسلمین مرستیال باید خوشی شی
-
ناصر شیرازي وړمه ورځ د ناپیژاندو کسانو لخوا د پنجاب صوبې په مرکز لاهور ښار کښې تښتول شوی .
ایرنا خبری اژانس راپور راکړی د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومی منشی علامه ناصر عباس جعفری له حکومته وغوښتل چې ددغه ګوند د مرستیال د تښتول کیدا په اړه په جدیت سره هڅه وکړی .
د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومی منشی سید ناصر شیرازی وړمه ورځ د ناپیژاندو کسانو لخوا د پنجاب صوبې په مرکز لاهور ښار کښې تښتول شوی وو .
د پاکستان د وحدت مسلمین عمومی منشی علامه ناصر عباس جعفری په یوې(۱) بیانیې کښې د ناصر شیرازی په تښتول کیدا د اندیښنې په څرګندولو سره د پنجاب صوبې اعلی وزیر شهباز شریف د هغه دتښتولو مسول وباله .
د پاکستان دمجلس وحدت مسلمین مرستیال سید ناصر شیرازی د پنجاب صوبې د عدلیې د وزیر رانا ثنا الله پرضد دلاهور لوړې محکمې ته یو شکایت کړی دی او په دغه شکایت د محکمې دقاضیانو لخوا غور روان دی .
په دغه شکایت کښې کښې ویل شوی دی چې د پاکستان دپنجاب صوبې د عدلیې وزیر رانا ثنا الله د هیواد د سترې محکمې په اړه داسې څرګندونې کړی دی چې هدف یې په پاکستان کښې د مذهبی او دفرقه ای اختلافاتو زیاتول دی .