د مجلس وحدت مسلمین مرستیال باید خوشی شی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i58850-د_مجلس_وحدت_مسلمین_مرستیال_باید_خوشی_شی
ایرنا خبری اژانس راپور راکړی د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومی منشی علامه ناصر عباس جعفری له حکومته وغوښتل چې ددغه ګوند د مرستیال د تښتول کیدا په اړه په جدیت سره هڅه وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 03, 2017 01:34 Asia/Kabul
  • ناصر شیرازي وړمه ورځ د ناپیژاندو کسانو لخوا د پنجاب صوبې په مرکز لاهور ښار کښې تښتول شوی  .
    ناصر شیرازي وړمه ورځ د ناپیژاندو کسانو لخوا د پنجاب صوبې په مرکز لاهور ښار کښې تښتول شوی .

ایرنا خبری اژانس راپور راکړی د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومی منشی علامه ناصر عباس جعفری له حکومته وغوښتل چې ددغه ګوند د مرستیال د تښتول کیدا په اړه په جدیت سره هڅه وکړی .

د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومی منشی  سید ناصر شیرازی وړمه ورځ د ناپیژاندو کسانو لخوا د پنجاب صوبې په مرکز لاهور ښار کښې تښتول شوی وو .

د پاکستان د وحدت مسلمین عمومی منشی علامه ناصر عباس جعفری په یوې(۱) بیانیې کښې د ناصر شیرازی په تښتول کیدا د اندیښنې په څرګندولو سره د پنجاب صوبې اعلی وزیر شهباز شریف د هغه دتښتولو مسول وباله .

د پاکستان دمجلس وحدت مسلمین  مرستیال سید ناصر شیرازی د پنجاب صوبې د عدلیې د وزیر رانا ثنا الله پرضد دلاهور لوړې محکمې ته یو شکایت کړی دی او په دغه شکایت د محکمې دقاضیانو لخوا غور روان دی .

په دغه شکایت کښې کښې ویل شوی دی  چې د پاکستان دپنجاب صوبې د عدلیې وزیر رانا ثنا الله د هیواد د سترې محکمې په اړه داسې څرګندونې کړی دی چې هدف یې په پاکستان کښې د مذهبی او دفرقه ای اختلافاتو زیاتول دی .