پاکستانیانو د ناصر عباس شیرازي د ازادولو لپاره مظاهرې وکړې
د پاکستان د مختلفو ښارونو خلکو د دغه هیواد د مجلس وحدت مسلمین د مرستیال عمومي منشي د آزادۍ لپاره مظاهرې وکړې.
زرګونو پاکستانیانو د لاهور، ملتان، راولپنډۍ، کویټې، کراچۍ، خیرپور او جهنګ په شمول د دغه هیواد په مختلفو ښآرونو کښې د ناصر عباس شیرازي د آزادۍ په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې او د دغه هیواد د حکومتي چارواکو خلاف په اعتراضي شعارونو سره یې د پاکستان مجلس وحدت مسلین د عمومي منشي د مرستیال د سمدستي خوشې کیدو غوښتنه یې وکړه.
په دغو مظاهرو کښې ګډونوالو د پاکستان حکومتي مسئولانو ته خبرداری ورکړ چې ترڅو چې د مجلس وحدت مسلمین د مشر مرستیال د سړي تښتونکو له لاسه خلاص نه شي، خپلې مظاهرې به جاري وساتي.
له دې مخکښې د پاکستان تحریک انصاف، د مسلم لیګ ګوند قائد اعظم څانګې، جماعت اسلامي او د پاکستان سني اتحاد شورا په شمول د دغه هیواد سیاسي او مذهبي ګوندونو هم د مجلس وحدت مسلمین د مرستیال عمومي منشي سید ناصر عباس شیرازي د آزادۍ غوښتنه کړې وه. دغو ګوندونو د پنجاب صوبې اعلی وزیر شهباز شریف د دې سړي تښتونې مسئول وباله.
د ویلو ده چې سید ناصر عباس شیرازي د تیر زیارت په شپه په لاهور ښار کښې د نامعلومو کسانو لخوا تښتول شوی دی.