له پاکستانه ایران ته د حسینی اربعین په زرګونو زائرین داخل شول
پاکستانی سرچینو له دغه هېواد څخه ایران ته د حسینی اربعین د زرګونو زائرینو د د داخلېدو خبر ورکړ.
د پاکستانی رسنیو په نقل د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې له ټولو دېرشو زرو پاکستانی زائرینو څخه چې د کربلای معلی د زیارت لپاره د پاکستان پولې ته راغلی دی پینځلس زره تنه د ننوتلو د تشریفاتو له ترسره کولو وروسته له پولې څخه له تېرېدو نه پس د ایران اسلامی جمهوریت ته داخل شول.
د دغه رپوټ له مخې اته زرۀ نور پاکستانی زائرین هم ټاکلې شوې ده راتلوتکے ورځ د ایران اسلامی جمهوریت ته داخل شی.
په پاکستان کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیرمهدی هنر دوست هم د حسینی اربعین د پاکستانی زائرینو لپاره د ننوتلو د ویزې د اسانتیاو وړاندې کولو او ورته چټکتیا ورکولو لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت د اقداماتو په بیانولو سره وویل په ترسره شویو اقداماتو سره اټکل کیږی چې په روان کال کښې د پاکستانی زائرینو لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت په سفارت او د دغه هېواد په څلورو واړو کنسولګریو کښې له دوو لکو نه زیاتې ویزې جاری شی.
دا په داسې حال کښې دی چې تېر کال تقریباً دویشت زره پاکستانیان د امام حسین (ع) د شهادت د څلوېښتۍ په مراسمو کښې د ګډون لپاره د ایران له سیستان او بلوچستان صوبې څخه په تېرېدو سره د عراق کربلای معلی ته لاړل.