له پاکستانه ایران ته د حسینی اربعین په زرګونو زائرین داخل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i58901-له_پاکستانه_ایران_ته_د_حسینی_اربعین_په_زرګونو_زائرین_داخل_شول
پاکستانی سرچینو له دغه هېواد څخه ایران ته د حسینی اربعین د زرګونو زائرینو د د داخلېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 04, 2017 16:01 Asia/Kabul
  • له پاکستانه ایران ته د حسینی اربعین په زرګونو زائرین داخل شول

پاکستانی سرچینو له دغه هېواد څخه ایران ته د حسینی اربعین د زرګونو زائرینو د د داخلېدو خبر ورکړ.

د پاکستانی رسنیو په نقل د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې له ټولو دېرشو زرو پاکستانی زائرینو څخه چې د کربلای معلی د زیارت لپاره د پاکستان پولې ته راغلی دی پینځلس زره تنه د ننوتلو د تشریفاتو له ترسره کولو وروسته له پولې څخه له تېرېدو نه پس د ایران اسلامی جمهوریت ته داخل شول.

د دغه رپوټ له مخې اته زرۀ نور پاکستانی زائرین هم ټاکلې شوې ده راتلوتکے ورځ د ایران اسلامی جمهوریت ته داخل شی.

په پاکستان کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیرمهدی هنر دوست هم د حسینی اربعین د پاکستانی زائرینو لپاره د ننوتلو د ویزې د اسانتیاو وړاندې کولو او ورته چټکتیا ورکولو لپاره د ایران د اسلامی  جمهوریت د اقداماتو په بیانولو سره وویل په  ترسره شویو اقداماتو سره اټکل کیږی چې په روان کال کښې د پاکستانی زائرینو لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت په سفارت او د دغه هېواد په څلورو واړو کنسولګریو کښې له دوو لکو نه زیاتې ویزې جاری شی.

دا په داسې  حال کښې دی چې تېر کال تقریباً دویشت زره پاکستانیان د امام حسین (ع) د شهادت د څلوېښتۍ په مراسمو کښې د ګډون لپاره د ایران له سیستان او بلوچستان صوبې څخه په تېرېدو سره د عراق کربلای معلی ته لاړل.