پاکستان په افغانستان کښې دصلحې په ټینګیدا ټینګار وکړ
-
افغانستان او دغه راز امریکا تل وایی چې پاکستان د طالبانو او حقاني ترهګرو ډلو ملاتړ کوي .
تسنیم خبری اژانس وایی دپاکستان دفاع وزیر خرم دستګیر خان پرون په یوې(۱) وینا کښې دافغانستان له حکومت سره د ملګرتیا لپاره داسلام اباد دچمتووالی خبر ورکړ او ویې ویل پاکستان په افغانستان کښې دصلحې غوښتونکی دی .
هغه دافغانستان دحکومت چارواکو ته په وینا کښې وویل اسلام اباد نشی کولای دافغانستان جنګ په خپل هیواد کښې پرمخ بوځی .
د پاکستان دفاع وزیر خرم دستګیرخان په افغانستان کښې ناامنیوته په اشارې سره وویل ددغه هیواد مشکلات او کړکیچ باید دخبرو له لارې حل شی .
له تیرو څو میاشتو راهسې د پاکستان او د افغانستان اړیکې تاوتریخجنې شوی دی او دواړه هیوادونه یوبل له ترهګرۍ په ملاتړ تورنوی .
افغانستان او دغه راز امریکا تل وایی چې پاکستان د طالبانو او حقانی ترهګرو ډلو ملاتړ کوی او ددغو ډلو پټنځایونه په پاکستان کښې دی خو پاکستان دغه تور ردوی .