د لندن له ټیکسي موټرو پاکستاني ضده شعارونه پاک شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i58951-د_لندن_له_ټیکسي_موټرو_پاکستاني_ضده_شعارونه_پاک_شول
انګلستان د لندن له ټیکسیانو د پاکستاني ضده شعارونو د پاکولو حکم صادر کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 06, 2017 03:16 Asia/Kabul
  • د لندن له ټیکسي موټرو پاکستاني ضده شعارونه پاک شول

انګلستان د لندن له ټیکسیانو د پاکستاني ضده شعارونو د پاکولو حکم صادر کړ.

د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې ولیکل: د لندن په ټیکسیو باندې د پاکستان ضده شعارونو په لیکل کیدو باندې په اعتراض کښې د پاکستان خارجه وزارت ته د انګریز سفیر له وربلل کیدو وروسته انګریز چارواکو حکم ورکړ چې د لندن له ټیکسیانو څخه دغه شعارونه پاک کړی شي.

د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان حکومت تیره جمعه په لندن ښار کښې پر ځینو ټیکسیانو لیکل شویو پاکستان ضده شعارونو باندې په اعتراض کښې په اسلام آباد کښې د انګلستان سفیر وروباله.

د پاکستان د خارجه وزارت مرستیالې میرمن تهمینه جنجوعه دغې وزارتخانې ته د انګریز سفیر توماس ډریو په وربللو سره په لندن ښار کښې پر ځینو ټیکسیانو باندې د پاکستاني ضده شعارونو په لیکل کیدو د اعتراض ترڅنګ دا کار د پاکستان په ملي خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا حمله وبلله.