تهران ته د پاکستان د پوځ د ستر قومندان سفر
تهران ته د پاکستان د پوځ د ستر قومندان سفر د پوځی او امنیتی ملګرتیاو د پیاوړتیا لپاره د دغو دواړو هیوادونو د ارادې ښودنه کوی.
جنرال قمر جاوید باجوه، په تهران کښې د اسلامی جمهوریت له یو شمیر جګپوړو سیاسی چارواکو او پوځی قومندانانو سره په کتنو کښې د دوه اړخیزو پوځی ملګرتیاو د پراختیا لارې چارې وجاجولې.د ایران اسلامی جمهوریت او پاکستان د مهمو سیمه ایزو مسئلو او همدغه راز د ګډو پولو په اړه په خپلو کښې پوځی او امنیتی ملګرتیاوې لری.د دواړو هیوادونو ترمینځ اوږدې ګډې پولې د سرحدی سیمو د امنیت ټینګولو لپآره د امنیتی ملګرتیاو ضرورت لا زیاتوی.خو په دې وروستیو کلونو کښې د هغو ترهګرو ډلګیو د جوړیدا په خاطر چې د ایران په خاوره کښې ترهګرې حملې کوی د ګډو پولو امنیت په خطر کښې ګرځولی دی.د نشه ایزو توکو او انسانانو قاچاق،سړی تښتونه او وژنه په دغو ګډو پولو کښې د ترهګرو ډلګیو په پروګرام کښې شامل دی چې په ترهګرو حملو پسې له ایرانه د پاکستان خاورې ته تښتی.
د ایران اسلامی جمهوریت له ترهګرو ډلګیو سره د پاکستان د پوله ساتونکو د نرمښت د پایلو په اړه په ځلونو خبرداری ورکړی دی.نو ځکه تهران ته د جنرال باجوه سفر په ګډو پولو کښې د امنیت ټینګولو لپاره امنیتی او پوځی ملګرتیاو ته هیله زیاتولای شی.په پاکستان کښې د پوځی مسئلو یو کارپوه جنرال طلعت مسعود وویل:پاکستان او ایران په ګډوپولو کښې د امنیتی ملګرتیاو پیاوړتیا پریمانه مهم بولی او یوه بل ته یې ژمنه ورکړی، دا اجازه نه ورکوی ګډې پولې د ترهګرو عناصرو د تګ راتګ په ځای بدلې شی.په دې وجه څومره چې د دواړو هیوادونو پوځی او امنیتی ملګرتیاوې زیاتې وی هومره به په دغو سیمو کښې امنیت هم په کلکه ټینګ وی.په پولو کښې هر ډول مشکل د دواړو هیوادونو ترمینځ د ناوړه پوهاوی د رامینځته کولو لپاره سریزه ګرځیدلای شی نو ځکه پوله ایزو مسئلو او پکښې امنیت ته پام ډیر ضروری دی.
د ګډو پولو د امنیت پر اهمیت سربیره سیمه ایزې مسئلې هم د تهران او اسلام آباد پر اړیکو اغیز لری.د افغانستان په هکله پر پاکستان د آمریکا فشارونو او د ترهګرو ډلګیو پر ملاتړ د پاکستان د تورنولو په باب د ټرمپ تورونو پاکستان په ستونزمنو نړیوالو او سیمه ایزو شرایطو کښې راوستلی دی.سیمه ایزو هیوادونو ته د پاکستان د لوړپوړو سیاسی او پوځی چارواوکو وروستی سفرونه له ګاونډیو هیوادونو سره د ملګرتیا د پیاوړتیا او د واشنګټن د فشارونو د کمولو په لړ کښې هڅه هم بلل کیږی.
په پاکستان کښې د سیاسی مسئلو کارپوه شاهدمسرور کیانی وویل:د پاکستان د پوځ سترقوندان باید ایران ته لا زیات سفرونه وکړی او په دغو سفرونو کښې ګانډیو هیوادونو ته د پاکستان مثبت او روښانه پیغامونه ورسوی.مونږ له ایران سره ښې اړیکې لرو او په اوسنیو شرایطو کښې په پاکستان کښې د پوځ رول حتی د حکومت هومره مهم دی او ایران ته د پوځ د لوړ قومندان سفر په سم لوری یو ګام دی.
په هرحال ایران او پاکستان جنوبی آسیا ته د اسلامی جمهوریت د ګازو د انتقالولو پروژې په شمول زیاتژ بالقوه وړتیاوې او توانمنی لری چې ترې برخمنیدل په درستو سیاسی او پوځی کچو د اسلام آباد پخې ارادې ته اړتیا لری.ګنې پاکستان به تر پخوا زیات د آمریکا تر دبانو لاندې په لا ستونزمنو شرایطو کښې وګرځی چې د پاکستان ملی ویاړ ته تاوان رسولای شی.