اصف علی زرداری د ناصر شیرازی د خوشی کیدا غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i58976-اصف_علی_زرداری_د_ناصر_شیرازی_د_خوشی_کیدا_غوښتنه_وکړه
ښاغلی زرداری زیاته کړه د سیاسی شخصیتونو تښتول په هیڅ وجه د پاکستان په ګټه ندی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 06, 2017 14:10 Asia/Kabul
  • اصف علی زرداری د ناصر شیرازی د خوشی کیدا غوښتنه وکړه

ښاغلی زرداری زیاته کړه د سیاسی شخصیتونو تښتول په هیڅ وجه د پاکستان په ګټه ندی

زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان  پخوانی ولسمشر اصف علی زرداری  په یو لړ څرګندونو کې د ناصر شیرازی د تښتول کیدا د غندلو په ترڅ کې د پاکستان له دولته وغوښتل چی ژر تر ژره دې هغه خوشې کړی .

ښاغلی زرداری زیاته کړه د سیاسی شخصیتونو تښتول په هیڅ وجه د پاکستان په ګټه ندی .

له بلې خوا د پاکستان خلکو هم  بل پرون د ناصر شیرازی د تښتول کیدا په اعتراض کې په اسلام اباد کې مظاهری کړی وې .

د مجلس وحدت مسلمین شورا عمومی منشی علامه ناصر عباس هم د مظاهرچیانو په ټول کې د ناصر شیرازی په سملاسی خوشی کیدا د ټینګار په ترڅ کې وویل  که هغه دولت خوشې نکړی نو په درست پاکستان کې به د حسینی اربیعن په دستورو کې د هغه  او نورو تښتول شویو شیعیانو د خوشی کولو لپاره  مظاهره ترسره کړی .