دهند ښاریز له خپلې میرمنې سره کتلی شی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i59108-دهند_ښاریز_له_خپلې_میرمنې_سره_کتلی_شی
زمونږخبریال وایی دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل اسلام اباد اجازه ورکړی ده چې د جاسوسۍ په تور دهند له نیول شوی ښاریز کلبهوشن یادو سره د هغه میرمنه کتنه وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 11, 2017 02:11 Asia/Kabul
  • پاکستان وايي چې  دهند دغه ښاریز جاسوس دی خو هندوستان داسلام اباد تور په کلکه ردوي
    پاکستان وايي چې دهند دغه ښاریز جاسوس دی خو هندوستان داسلام اباد تور په کلکه ردوي

زمونږخبریال وایی دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل اسلام اباد اجازه ورکړی ده چې د جاسوسۍ په تور دهند له نیول شوی ښاریز کلبهوشن یادو سره د هغه میرمنه کتنه وکړی .

پاکستان په دې اړه په اسلام اباد کښې د هندوستان سفارت ته یو(۱) لیک هم استولی دی .

د پاکستان دباندنیو چارو وزارت ویلی دی  دهند  دنیول شوی ښاریز کلبهوشن یادو میرمنه به پاکستان ته په بللو سره له خپل میړه سره کتنه وکړی .

پاکستان ویلی دی چې داسلام اباد لخوا دغه اقدام په انسانی بنسټ شوی دی .

د ویلوده چې د هندوستان یو ښاریز کلبهوشن یاد د تیر میلادی کال په مارچ میاشت کښې دپاکستان په بلوچستان صوبې کښې نیول شوی وو .

پاکستان وایی چې  دهند دغه ښاریز جاسوس دی خو هندوستان داسلام اباد تور په کلکه ردوی  او وایی نیول شوی ښاریز د سمندری ځواک پخوانی کارکونکی دی .