ټرمپ د پاکستان په هکله خپلې تیرې څرګندونې بیرته واخیستې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i59144-ټرمپ_د_پاکستان_په_هکله_خپلې_تیرې_څرګندونې_بیرته_واخیستې
د امریکې ولسمشر له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د پاکستان په قدرونې سره د دغه هیواد په هکله خپلې وروستۍ څرګندونې واپس واخیستې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 11, 2017 16:07 Asia/Kabul
  • ټرمپ د پاکستان په هکله خپلې تیرې څرګندونې بیرته واخیستې

د امریکې ولسمشر له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د پاکستان په قدرونې سره د دغه هیواد په هکله خپلې وروستۍ څرګندونې واپس واخیستې.

زمونږ د خبریال د خبر له مخې رپورټونه وايي چې د امریکې کانګرس له پاکستان سره د ۷۰۰ میلیون ډالریزې مرستې په تصویبولو سره، دا له ترهګرۍ سره د مبارزې په لړ کښې د اسلام آباد د فعالیتونو ملاتړ وباله.

د امریکې دفاع وزارت ویلي چې د ترهګرو په تیره بیا حقاني ډلې خلاف د پاکستان د پوځ له عملیاتو وروسته دې هیواد پریکړه کړې چې اسلام آباد ته نوې مالي مرستې ورکړي.

ټاکل شوې چې د دې رقم نیمې پيسې سمدستي اسلام آباد ته ورکړی شي او نیمې نورې له ترهګرو سره د پاکستان د مبارزې د جدیت له تاییدیدو وروسته ورکړی شي.

دا په داسې حال کښې دي چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغه هیواد له خارجه وزیر رکس ټیلرسن سره یوځاې په دې وروستیو اونیو کښې پاکستان په افغانستان کښې د فعالو ترهګرو په ملاتړ تورن کړی او دغه هیواد یې د مالي مرستې په بندولو تورن کړی و.