د پاکستان خارجه وزارت افغان سفیر یوځل بیا ورغوښتی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i59287-د_پاکستان_خارجه_وزارت_افغان_سفیر_یوځل_بیا_ورغوښتی_دی
په اسلام آباد کښې د افغانستان سفیر یوځل بیا د پاکستان خارجه وزارت ته وروبلل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 15, 2017 18:27 Asia/Kabul
  • د پاکستان خارجه وزارت افغان سفیر یوځل بیا ورغوښتی دی

په اسلام آباد کښې د افغانستان سفیر یوځل بیا د پاکستان خارجه وزارت ته وروبلل شو.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې عمر زاخیلوال په روانه میاشت کښې په دویم ځل د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتل شوی دی.

د پاکستان خارجه وزارت د دغه لوړرتبه سفارتکار د وربلل کیدو علت د دواړو هیوادونو په سرحدي سیمو کښې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو ګڼې حملې اعلان کړی دی.

د ویلو ده چې دوه ورځې مخکښې د پاکستان په سرحدي ځواکونو باندې د باجوړ ایجنسۍ په سرحدي سیمه کښې د افغانستان له خاورې د ورغلو نامعلومو وسله والو لخوا حمله وشوه او څو کسان یې ترې ووژل. د بریدګرو هویت هم لا نه دی معلوم شوی.