د پاکستان په بلوچستان کښې ۱۵ مړي موندل شوي دي
Nov 15, 2017 18:43 Asia/Kabul
د پاکستان امنیتي ځواکونو په بلوچستان صوبه کښې د ۱۵ مړو د موندل کیدو خبر ورکړی دی.
د پاکستان امنیتي ځواکونو دغه ۱۵ مړي نن د بلوچستان صوبې د تربت په بلیده سیمه کښې موندلي دي.
خبر زیاتوي چې په یادو پنځلسو مړو کښې د یولسو کسانو هویت معلوم شوی چې د پنجاب صوبې د مختلفو سیمو اوسیدونکي دي او له تښتول کیدو وروسته په ډزو وژل شوي دي خو د وژلې علت یې لا نه دی معلوم.
تراوسه د دې وژلې پړه هم چا نه ده منلې.
ټیګونه