دافغانستان له خاورې په پاکستان حملې د غندلو وړ چاره ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i59301-دافغانستان_له_خاورې_په_پاکستان_حملې_د_غندلو_وړ_چاره_ده
زمونږ خبریال وایی دپاکستان د ملی امنیت کمیټۍ ویلی دی په باجوړ قبایلی سیمې کښې دپلټڼې په مرکز برید او په کویټه کښې په پولیسو حملې کښې په افغانستان کښې دیره ترهګر لاس لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 16, 2017 02:47 Asia/Kabul
  • دافغانستان له خاورې په پاکستان حملې د غندلو وړ چاره ده .
    دافغانستان له خاورې په پاکستان حملې د غندلو وړ چاره ده .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان د ملی امنیت کمیټۍ ویلی دی په باجوړ قبایلی سیمې کښې دپلټڼې په مرکز برید او په کویټه کښې په پولیسو حملې کښې په افغانستان کښې دیره ترهګر لاس لری .

دپاکستان دغه کمیټۍ وویل چې دافغانستان له خاورې په پاکستان حملې د غندلو وړ چاره ده او زیاته یې کړه چې دپاکستان دښمنۍ استخباراتی ادارې د دغه هیواد دبې ثباته کولو کوشش کوی .

د ویلو ده چې دپاکستان دملی امنیت دکمیټۍ غونډه  په اسلام اباد کښې د لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی تر مشرۍ لاندې وشوه او پکښې دکورنیو چارو وزیر احسن اقبال ، وزیرخارجه خواجه محمد اصف ، دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا، دپوځ بل لوړرتبه جنرال زبیر محمود حیات ، دسمندری ځواک مشر امیر البحر ظفر محمود عباسی ، دهوای ځواک لوړرتبه افسر مارشل سهیل امان او نورو لوړرتبه پوځی او غیر پوځی حکومتی چارواکو ګډون وکړ .