د افغانستان له خاوري مو په هیواد بریدونه روان دي
د پاکستان د پوځ د ځمکني ځواک قومندان د افغانستان له خاورې پر خپل هیواد د حملو د دوام خبر ورکړ.
ایرنا لیکلي چې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو برخې پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې د دغه هیواد د پوځ د ځکني ځواک قومندان جنرال قمر جاوید باجوا په اسلام آباد کښې د امریکې د پوځ د مرکزي کمیټې د قومندان جنرال جوزف وټل په کتنه کښې وویل: له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د پاکستان د پوځ له مثبتو اقداماتو سره سره د افغانستان له خاورې پر پاکستان حملې لاهم دوام لري.
جنرال باجوا زیاته کړه چې ترهګرو په افغانستان کښې جرړې کړې دي.
هغه په دغه کتنه کښې همداشان وویل چې هیڅ هیواد د پاکستان په اندازه په افغانستان کښې د امنیت او ثبات غوښتونکی نه دی او د اسلام آباد حکومت په افغانستان کښې د امنیت د تامینولو لپاره خپلو اقداماتو ته دوام ورکوي.
د پاکستان د ځمکني پوځ د قومندان دا څرګندنې په داسې حال کښې دي چې د افغانستان په ختیځ کښې د کنړ ولایت د پولیسو قومندان جمعه ګل همت وايي، د پاکستان پوځ په تیرو څو ورځو کښې د دې ولایت په مختلفو سیمو سلګونه راکټونه توغولي دي او دا حملې لاهم دوام لري.
افغانستان او پاکستان تل یو او بل د ترهګرو په ملاتړ تورنوي.