پاکستان دګیسو له سیمه ایزپایپ لاین څخه بشپړ استفاده کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i59354-پاکستان_دګیسو_له_سیمه_ایزپایپ_لاین_څخه_بشپړ_استفاده_کوی
دپاکستان حکومتی رسنیو دنومبر په څلورمه نیټه هم په راپورونو کې وئیلی وو چې دپآکستان ولسی جرګې د دغه هیواد حکومت دایران او پاکستان دګیسو دپایپ لاین دپروژې اجرا ته پابند کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 17, 2017 12:44 Asia/Kabul
  •    پاکستان دګیسو له سیمه ایزپایپ لاین څخه بشپړ استفاده کوی

دپاکستان حکومتی رسنیو دنومبر په څلورمه نیټه هم په راپورونو کې وئیلی وو چې دپآکستان ولسی جرګې د دغه هیواد حکومت دایران او پاکستان دګیسو دپایپ لاین دپروژې اجرا ته پابند کړی دی .

ایرناخبری اژانس را پورورکړ  د پاکستان د ملی امنیت  دلوړې شورا په غونډې کې  چې  د دغه هیواد دلومړی وزیر شاهدخاقان عباسی په مشرۍ  په اسلام اباد کې شوی ،  له نورو هیوادونو سره  دوو اړخیزو  تړونونو ته د پاکستان   د ژمنتیا په ضرورت    ټینګار شوی دی .

 که څه  هم  له دغې غونډې  وروسته  یوه  اعلامیه خپره شوی او  په دغې اعلامیې کې   دسیمه ایزې انرژۍ  دپایپ لاین  نامه  نه ده اخستل شوی ،خو  دایران  او پاکستان  دګیسو دپایپ لاین  پروژه  د دغې اعلامیې اصلی  مقصد دی .

 دپاکستان  حکومتی  رسنیو  دنومبر په څلورمه  نیټه  هم  په راپورونو کې وئیلی وو چې  دپآکستان  ولسی جرګې  د دغه هیواد حکومت  دایران  او پاکستان   دګیسو دپایپ لاین  دپروژې  اجرا  ته پابند کړی دی . 

 داپه داسې حال کې دی چې  ایران    پاکستان ته د  صادراتو لپاره د ګیسو دپایپ لاین  دتړون په وړاندې  پخپلو ژمنو بشپړ عمل کړی دی  او  پایپ لاین ئې    د دغه  هیواد  تر پولې پورې جوړ کړی  هم دی ، خو  اسلام  اباد تر دې دمه   دخپلو ژمنو   داجرا په لاره کې   هیڅ ډول عملی ګام نه دی پورته کړی  او هماغه راز  بندیزونه پلمه  ګرځوی .

  په پاکستان  کې   دګیسو اوبریښنا  دانرژۍ کمښت ، د انرژۍ  او  سونګو دبیّو ډیرزیاتوالی ،  او  پراخه خاموشی ، د دغه هیواد د ولس  لپاره   یوه  دی ستونزه ده   چې  حکومت  تر دې دمه نه دی توانیدلی  د دغه مشکل لپاره  کوم منطقی حل لاره ولټوی .