د بشر حقونو اسلامي ورځ
https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i176106-د_بشر_حقونو_اسلامي_ورځ
کله چې د انسان خبره کېږي، د نړۍ ټولې پولې چوپې شي؛  نه رنګ پاتې کېږي، نه ژبه، نه قوم، نه جغرافیه... یوازې انسان پاتې کېږي؛ هغه انسان چې ژوند، عزت، امنیت او کرامت یې د هرې پولې تر شا یو شان ارزښت لري.
(last modified 2026-08-05T08:17:37+00:00 )
Aug 05, 2026 12:44 Asia/Kabul
  • د بشر حقونو اسلامي ورځ

کله چې د انسان خبره کېږي، د نړۍ ټولې پولې چوپې شي؛  نه رنګ پاتې کېږي، نه ژبه، نه قوم، نه جغرافیه... یوازې انسان پاتې کېږي؛ هغه انسان چې ژوند، عزت، امنیت او کرامت یې د هرې پولې تر شا یو شان ارزښت لري.

خو د تاریخ په اوږدو کې یوه پوښتنه تل له انسان سره ملګرې پاتې شوې ده، چې ایا د انسان حقونه یوازې په کتابونو او اعلامیو کې خوندي دي، که باید د ژوند په هره شېبه کې په عمل کې هم وساتل شي؟

اسلام، انسان ته یوازې د یوه ملت یا یوې ټولنې د غړي په سترګه نه ګوري؛  بلکې هغه د خدای تعالی مخلوق، د کرامت وړ موجود او د حقونو خاوند ګڼي. او همدا هغه ځای دی چې کرامت له پولو اوړي، حق له جغرافیې لوړېږي او انسان د انسان په توګه خپل ارزښت پیدا کوي.

تاسو د بشر حقونو اسلامي ورځې ځآنګړې خپرونې اورېدونکې یاست، هغه خپرونه چې د اسلامي بشري حقونو او انساني کرامت په مناسبت، د قاهرې د اعلامیې له تاریخ څخه تر نننۍ نړۍ پورې، د انسان د حق، عزت او کرامت په اړه درسره معلومات شریکوو.

په دې خپرونه کې به وڅېړو چې اسلامي لیدلوری د بشري حقونو په اړه څه وایي، د انسان کرامت له کومه سرچینه اخلي، او ولې د انسان حق باید د هغه له رنګ، ژبې، قوم، دین او جغرافیې پرته، د ټولو لپاره یو شان وي.

نو هیله لرو چې انسان د کرامت په دې سفر کې راسره تر پایه ملګري پاتې شئ.

کله چې د «بشري حقونو» خبره کېږي، د نړۍ د ډېرو خلکو په ذهن کې لومړی انځور چې راڅرګندېږي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړیواله اعلامیه ده؛ هغه سند چې د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته، د انسان د کرامت د ساتنې او د بشري ناورینونو د بیا تکرار د مخنیوي په موخه تصویب شو.

د دغې هڅې پایله د «اسلامي بشري حقونو د اعلامیې» یا «قاهرې اعلامیې» تصویب و؛ هغه سند چې له تدوین څخه یې څه باندې درې لسیزې تېرېږي او لا هم د اسلامي نړۍ له مهمو حقوقي اسنادو څخه ګڼل کېږي او په معاصره نړۍ کې د انساني کرامت، بشري حقونو او کلتوري او تمدني تنوع ترمنځ د اړیکو په اړه د بحث له مهمو محورونو څخه دی.

د هغو اورېدونکو لپاره چې ښايي د لومړي ځل لپاره د دې ورځې نوم اوري، مناسبه ده چې له همدې پیل څخه یوې مهمې خبرې ته اشاره وکړو.   د زمري څوارلسمه د اسلامي بشري حقونو د اعلامیې د تصویب له کلیزې سره برابره ده؛ هغه سند چې د ۱۹۹۰ کال د اګست په پنځمه نېټه، د قاهرې په ښار کې، د اسلامي کنفرانس سازمان ــ چې نن د اسلامي همکاریو سازمان په نوم پېژندل کېږي ــ د غړو هېوادونو په تصویب خپور شو.

وروسته بیا، دا ورځ د اسلامي بشري حقونو او انساني کرامت د ورځې په توګه، د ایران د اسلامي جمهوریت په وړاندیز، د دغه سازمان د غړو هېوادونو په کلیزه کې ثبت شوه.  خو ښايي دا پوښتنه مطرح شي چې ولې اسلامي هېوادونو پرېکړه وکړه چې د بشري حقونو په اړه یو خپلواک سند تدوین کړي؟   ځواب باید په معاصر تاریخ کې ولټول شي.  په ۱۹۴۸ کال کې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې له تصویب وروسته، ډېرو مسلمانو هېوادونو باور درلود چې که څه هم د دې اعلامیې د اصولو یوه مهمه برخه، لکه د ژوند حق، د شکنجې منع او د انسانانو ذاتي برابري، ارزښتناک او د منلو وړ اصول دي؛ خو دغه سند د بېلابېلو ملتونو ټول کلتوري، دیني او تمدني ظرفیتونه نه منعکسوي.

د دوی له نظره، ډېری اخلاقي او معنوي بحثونه او د انسانانو متقابل مسؤلیتونه، چې په اسلامي لارښوونو کې بنسټیز ځای لري، په دې چوکاټ کې په کمه کچه لیدل شوي وو؛ هغه موضوع چې د نړۍ وروستیو پېښو هم په ښه توګه څرګنده کړه.  له همدې امله، په اسلامي نړۍ کې د یوه ګډ سند د تدوین لپاره خبرې اترې پیل شوې.  دا بهیر یوه ناڅاپي پرېکړه نه وه؛ بلکې له کلونو بحثونو او څېړنو وروسته رامنځته شو. لومړی د «په اسلام کې د انسان د اساسي حقونو او دندو اعلامیه» په ۱۹۷۹ کال کې په مکه کې تدوین شوه. څو کاله وروسته، په سعودي عربستان کې د طائف په ښار کې د بشري حقونو په اړه یو بل سند هم چمتو شو.

په پای کې، د دغو ټولو هڅو مجموعه په ۱۹۹۰ کال کې د اسلام په اړه د بشري حقونو د قاهرې د اعلامیې په تصویب تمامه شوه؛ هغه اعلامیه چې نن د اسلامي نړۍ تر ټولو مهم سند د بشري حقونو په برخه کې ګڼل کېږي.

د قاهرې اعلامیه، چې د اسلامي بشري حقونو د اعلامیې په نوم هم پېژندل کېږي، یوه ګډه اعلامیه ده چې د بشري حقونو په اړه د اسلامي هېوادونو فکري چوکاټ بیانوي. دغه اعلامیه له یوې مقدمې او پنځه‌ویشتو مادو څخه جوړه ده او د ژوند د حق، امنیت، آزادۍ، عدالت، ملکیت، د کورنۍ جوړولو، زده‌کړې، ټولنیز مسؤلیت او د انسان د کرامت په څېر موضوعات رانغاړي.  د دغو اصولو له ډېرو سره د بشري حقونو په نړیواله اعلامیه کې د پام وړ ورته والی لیدل کېږي؛ خو ځینې توپیرونه هم شته چې د دې سند د تدوین فلسفه لا روښانه کوي.

په حقیقت کې، اصلي توپیر تر ډېره د حقونو په لېست کې نه، بلکې د حقونو په بنسټ کې دی.

د اسلامي لیدلوري له مخې، د انسان کرامت یوه الهي ډالۍ ده.

قرآن کریم هم پر همدې اصل ټینګار کوي؛ هلته چې فرمایي:

«وَلَقَدْ کَرَّمْنَا بَنِی آدَمَ...»

«او په رښتیا سره مو د آدم اولاد ته عزت ورکړی دی

دا آیت کرامت د کوم ځانګړي قوم، نژاد یا خاورې ځانګړنه نه، بلکې د ټولو انسانانو ګډه ځانګړنه معرفي کوي.   له همدې امله، ډېری مسلمان متفکران بشري حقونه د انساني کرامت له مفهوم څخه نه بېلېدونکي ګڼي؛ هغه کرامت چې باید د ژوند په ټولو برخو کې، د ژوند له حق څخه نیولې تر عدالت، امنیت او آزادۍ پورې، درناوی یې وشي.

د مطلب په دوام کې به دې پوښتنې ته ځواب ولټوو چې د اسلامي بشري حقونو اعلامیه کومې ځانګړنې لري، پر کومو اصولو ټینګار کوي او په نړۍ کې د بشري حقونو له مروج لیدلوري سره یې تر ټولو مهم توپیرونه څه دي؟

ښايي لومړی توپیر په دې ټکي کې راټول کړو چې په اسلامي اندیشه کې حقونه او مسؤلیتونه له یو بل څخه نه بېلېږي.

په ډېرو معاصرو حقوقي نظامونو کې تر هر څه زیات پر فردي حقونو ټینګار کېږي؛ خو د اسلامي لیدلوري له مخې، انسان د حقونو ترڅنګ د خدای تعالی، خپل ځان، کورنۍ، ټولنې او ان د خپل ژوند د چاپېریال پر وړاندې هم مسؤلیت لري.  په بله وینا، په اسلام کې د انسان آزادي له اخلاقي مسؤلیت سره مل ده او همدا مسؤلیت د نورو د حقونو د ساتنې ضمانت کوي.

دویم اصل، لکه څنګه مو چې اشاره وکړه، د انسان ذاتي کرامت دی. د اسلام له نظره، د انسان ارزښت د هغه د پوستکي په رنګ، ژبې، قومیت، تابعیت یا ټولنیز مقام پورې تړلی نه دی. ټول انسانان له ګډ کرامت څخه برخمن دي او همدا کرامت د هغوی د بنسټیزو حقونو د لرلو بنسټ جوړوي.

له همدې امله، په اسلامي ښوونو کې د انسان پر ژوند، مال، آبرو او حیثیت تېری یوازې د یوه ټولنیز قانون سرغړونه نه ده؛ بلکې پر هغه حق تېری دی چې ریښه یې د انسان په الهي کرامت کې ده.

د اسلامي بشري حقونو اعلامیه هم پر همدې بنسټ، د یو لړ بنسټیزو حقونو یادونه کوي: د ژوند حق، د امنیت حق، له عدالت څخه برخمنېدل، د ملکیت حق، د عقیدې آزادي، د زده‌کړې حق، د کورنۍ جوړول، د ماشومانو ملاتړ، د ښځو د حقونو رعایت، د باعزته ژوند حق، او د دولتونو مسؤلیت چې د دغو حقونو د تحقق لپاره مناسب شرایط برابر کړي.

دا هغه اصول دي چې د نړۍ ډېری ملتونه او حقوقي نظامونه یې هم پر اهمیت ټینګار کوي.

خو د اسلامي بشري حقونو اعلامیه پر ځینو موضوعاتو لا ډېر ټینګار کوي؛ هغه موضوعات چې د دې سند تدوین کوونکو د معاصر بشري حقونو په نظام کې موجودې تشې بللې دي.

د بېلګې په توګه، دغه اعلامیه د استعمار پر منع کولو ټینګار کوي او د یوه ملت پر بل ملت واکمني د انساني کرامت خلاف ګڼي.

همدارنګه، هر ډول غلامي او له انسان څخه ناوړه ګټه اخیستنه ردوي او د ملتونو پر دې حق ټینګار کوي چې له سلطې او اشغال څخه د آزادۍ لپاره مبارزه وکړي.

له همدې امله، د اسلامي بشري حقونو اعلامیه هڅه کوي چې د فردي حقونو، ټولنیز مسؤلیت او اخلاقي ارزښتونو ترمنځ یو ډول توازن رامنځته کړي.

په تېرو دوو برخو کې مو د اسلامي بشري حقونو د اعلامیې له تاریخي شالید، بنسټونو او مهمو ځانګړنو سره آشنا شوو. خو ښايي تر ټولو مهمه پوښتنه لا هم پاتې وي.که ټول هېوادونه، سازمانونه او ملتونه د بشري حقونو خبرې کوي، نو ولې لا هم د نړۍ په پراخو برخو کې جګړه، اشغال، تبعیض، لوږه، جبري کډوالي او پر ملکي وګړو تاوتریخوالی روان دی؟

دا پوښتنه یوازې د اسلامي هېوادونو له لوري نه مطرح کېږي.

د ډېرو اسلامي هېوادونو له نظره، د اسلامي بشري حقونو د اعلامیې د تدوین له انګېزو څخه یوه همدا اندېښنه وه.

د دې سند تدوین کوونکي باور درلود چې بشري حقونه باید د قدرتونو له سیاسي ګټو سره له تړاو څخه واټن واخلي او د انسان د ذاتي کرامت پر بنسټ تعریف شي؛ هغه کرامت چې نه د جغرافیایي پولو تابع دی او نه د نژاد، کلتور یا مذهب پورې تړلی.

په اسلامي اندیشه کې د انسان کرامت یوازې یو نظري اصل نه دی. قرآن کریم انسان د کرامت لرونکي موجود په توګه معرفي کوي او ترڅنګ یې عدالت، امانتداري، پر ژمنه وفا، له ظلم څخه ډډه او د مظلوم ملاتړ د فرد او ټولنې له مهمو دندو څخه ګڼي.

له دې لیدلوري، د انسانانو د حقونو درناوی یوازې د دولتونو دنده نه ده؛ بلکې یو مسؤلیت دی چې له کورنۍ پیلېږي، په ټولنه کې پراخېږي او ټول وګړي په ځان کې رانغاړي.  له همدې امله، د اسلامي بشري حقونو او انساني کرامت ورځ یوازې د یوه حقوقي سند د تصویب یادونه نه ده.

دا ورځ یو فرصت دی چې یو ځل بیا پر دې پوښتنه فکر وکړو چې څنګه داسې ټولنه جوړولای شو چې په هغې کې انسانان، له قومي، ژبني، کلتوري یا مذهبي توپیرونو پرته، له امنیت، عدالت، درناوي او مساوي فرصتونو څخه برخمن وي.

نن نړۍ تر بل هر وخت ډېره د کلتورونو او تمدنونو ترمنځ خبرو اترو ته اړتیا لري.

د اسلامي بشري حقونو اعلامیه هم، له هغې سره د هر ډول لیدلوري په پام کې نیولو پرته، د همدې نړیوالو خبرو اترو یوه برخه ده؛ هغه خبرې اترې چې هڅه کوي د اسلامي نړۍ له لیدلوري د «انسان د حقونو» همېشنۍ پوښتنې ته ځواب ووایي.

ښايي د دغو ټولو هڅو ګډ پیغام په یوه جمله کې داسې را لنډ کړو:  بشري حقونه هغه مهال معنا پیدا کوي چې انسان، پرته له دې چې هویت، تابعیت، ژبه، دین یا باور یې څه وي، د درناوي وړ وګڼل شي او کرامت یې په عمل کې وساتل شي.

د زمري څوارلسمه، د اسلامي بشري حقونو او انساني کرامت ورځ، یو فرصت دی چې یو ځل بیا دې حقیقت ته فکر وکړو چې د انسان د کرامت ساتنه یوازې د اسنادو او اعلامیو په تدوین کې نه را لنډېږي؛ بلکې په چلند، عدالت، متقابل درناوي او د یوې لا خوندي او انساني نړۍ د جوړولو په هڅه کې معنا پیدا کوي.

راځئ، داسې نړۍ وغواړو چې په کې د انسان عزت د سیاست قرباني نه شي،
حق د قدرت تابع نه وي، او کرامت د جغرافیې په پولو کې بند پاتې نه شي. له تاسو، ګرانو لوستونکو،  مننه چې تر پایه راسره پاتې شوئ.  خپل کرامت وساتئ، د بل انسان کرامت درناوی کړئ، او د عدالت په لاره کې د انسان ترڅنګ ودریږئ. الله مو مل