پاکستان دګیسو له سیمه ایزپایپ لاین څخه بشپړ استفاده کوی
دپاکستان حکومتی رسنیو دنومبر په څلورمه نیټه هم په راپورونو کې وئیلی وو چې دپآکستان ولسی جرګې د دغه هیواد حکومت دایران او پاکستان دګیسو دپایپ لاین دپروژې اجرا ته پابند کړی دی .
ایرناخبری اژانس را پورورکړ د پاکستان د ملی امنیت دلوړې شورا په غونډې کې چې د دغه هیواد دلومړی وزیر شاهدخاقان عباسی په مشرۍ په اسلام اباد کې شوی ، له نورو هیوادونو سره دوو اړخیزو تړونونو ته د پاکستان د ژمنتیا په ضرورت ټینګار شوی دی .
که څه هم له دغې غونډې وروسته یوه اعلامیه خپره شوی او په دغې اعلامیې کې دسیمه ایزې انرژۍ دپایپ لاین نامه نه ده اخستل شوی ،خو دایران او پاکستان دګیسو دپایپ لاین پروژه د دغې اعلامیې اصلی مقصد دی .
دپاکستان حکومتی رسنیو دنومبر په څلورمه نیټه هم په راپورونو کې وئیلی وو چې دپآکستان ولسی جرګې د دغه هیواد حکومت دایران او پاکستان دګیسو دپایپ لاین دپروژې اجرا ته پابند کړی دی .
داپه داسې حال کې دی چې ایران پاکستان ته د صادراتو لپاره د ګیسو دپایپ لاین دتړون په وړاندې پخپلو ژمنو بشپړ عمل کړی دی او پایپ لاین ئې د دغه هیواد تر پولې پورې جوړ کړی هم دی ، خو اسلام اباد تر دې دمه دخپلو ژمنو داجرا په لاره کې هیڅ ډول عملی ګام نه دی پورته کړی او هماغه راز بندیزونه پلمه ګرځوی .
په پاکستان کې دګیسو اوبریښنا دانرژۍ کمښت ، د انرژۍ او سونګو دبیّو ډیرزیاتوالی ، او پراخه خاموشی ، د دغه هیواد د ولس لپاره یوه دی ستونزه ده چې حکومت تر دې دمه نه دی توانیدلی د دغه مشکل لپاره کوم منطقی حل لاره ولټوی .