بلاخره هم د پاکستان دخزانې وزیر استعفی ورکړه
خبرو سرچینو وئیلی دپاکستان لومړی وزیر د خزانې دوزیر اسحاق ډار استعفی تر دې دمه ساتلې ده او په دې باب ئې کومه فیصله نه ده کړې البته ځینی سرچینې دا هم وائی چې شاهد خاقان عباسی له څو ورځو راهسې دخزانې وزارت مسئولیّت پخپله غاړه اخستی او وئیل کیږی که د اسحاق ډار استعفی ومنل هم شی ،نو ممکنه ده دغه مسئولیت لومړی وزیر له ځان سره وساتی
زمونږخبریال راپورراکړ دپاکستان دخزانې وزیر اسحاق ډار چې له څو اونیو راهسې له پاکستانه بهر تللی او په لندن کې د درملنې په پلمه دیره شوی دی،بلاخره ئې پرون له وزارته دڅنګةکیدو فیصله کړې او خپله استعفی ئې لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی ته لیږلې ده .
راپورښئ اسحاق ډار په لندن کې دیره ده او وائی هغه ته د زړه ناروغی پیښه شوې ده او له درملنې وروسته به پاکستان ته ستنیږی ،خو کره سرچینې وائی دپاکستان احتساب عدالت د پاکستان د وخت خزانې وزیر په خلاف د درغلیو او ټګیو دوسیه پرانیستی ده او دهغه دنیولو حکم ئې هم صادر کړی دی او دپاکستان دخزانې وزیر اسحاق ډار کله ازبکستان ته په یوې غونډې کې دګډون لپاره تللی ؤ ،نو له هماغه ځایه پاکستان ته د ستنیدو په ځای ئې لندن ته مخته کړه . شناندی وائی دپاکستان ټګ او فسادګر سیاستوالان کله پوه شی چې پخپل هیواد کې ئې د ګیریدو خطره شته ،نو په منډې لندن ته خوځیږی او دځان دژغورلو هڅې کوی .
خبرو سرچینو وئیلی دپاکستان لومړی وزیر د خزانې دوزیر اسحاق ډار استعفی تر دې دمه ساتلې ده او په دې باب ئې کومه فیصله نه ده کړې البته ځینی سرچینې دا هم وائی چې شاهد خاقان عباسی له څو ورځو راهسې دخزانې وزارت مسئولیّت پخپله غاړه اخستی او وئیل کیږی که د اسحاق ډار استعفی ومنل هم شی ،نو ممکنه ده دغه مسئولیت لومړی وزیر له ځان سره وساتی او د وزارت لپاره به د سټیټ بینک دیوه پخوانی مشر ډاکټرعشرت حسین پشمول یو ټیم وټاکی څو دوزارت چارې پر مخ بوځی .
خو ځيني سرچینې وائي اسحاق ډار له خزانې وزارته لا استعفی نه ده ورکړې او دهغه داستعفی فیصله په ټګ اولیرې کړائ شوي لومړی وزیر نواز شریف پریښودل شوي څو په دې باب هغه فیصله وکړي .