دپاکستان خلکو د حکومت پرضد اعتراض وکړ
-
د پاکستان یوشمیر شیعه شخصیتونه او ځوانان په مشکوک ډول په کراچۍ ، اسلام اباد او ځینو نورو ښارونو کښې تښتول شوي .
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان خلکو د مجلس وحدت مسلمین د مشر دمرستیال په شمول دځینو شیعه مسلمانانو په تښتول کیدا اعتراض کښې مظاهرې وکړې .
مظاهره چیانو د مجلس وحدت مسلمین د مشر دمرستیال ناصر شیرازی او دنورو تښتول شویوشیعه مسلمانانو د خوشی کیدا غوښتنه وکړه .
د پاکستان په سیند ، پنجاب ، بلوچستان او خیبر پښتونخوا صوبو کښې اعتراض کونکو مسلمانانو د تښتول شویو کسانو برخلیک ته د حکومت بې پامۍ وغندله.
د پاکستان مظاهره چیانو ددغه هیواد حکومت او دپنجاب صوبې اعلی وزیر شهباز شریف د مجلس وحدت مسلمین دمشر دمرستیال ناصر شیرازی د تښتولو مسول وباله او له کوم شرط پرته د هغه د خوشی کیدا غوښتنه یې وکړه .
دبشری حقوقو موسسې هم د شیعه مسلمانانو د حقوقو او دهغوې د تښتول کیدا په باره کښې دپاکستان د حکومت په بې پامۍ اعتراض کړی او د حکومت لخوا د توضیح دورکولوغوښتنه یې کړی ده .
په تیرو څو میاشتو کښې د پاکستان یوشمیر شیعه شخصیتونه او ځوانان په مشکوک ډول په کراچۍ ، اسلام اباد او ځینو نورو ښارونو کښې تښتول شوی او تراوسه یې برخلیک معلوم نه دی .