په افغانستان کې د امریکا نوی سټراټژی دجنګ دوام دی
په ملګروملتو کې دپاکستان استازې د شپږنیم زره پوځیانو پشمول د پاکستان د څه دپاسه اوه ویشت زره ښاریزو قربانی کیدا ، په افغانستان کې د دجنګ اوترهه ګرۍ په وړاندې د خپل ه یواد د تاوانونو یوه برخه وبلله
دپاکستان ایکسپریس ټریبیون انګریزی ژبې ورځپاڼې راپور ورکړی ، په ملګروملتو کې د پاکستان دایمی استازې میرمن ملیحه لودهی په یولړ څرګندونو کې روښانه کړې ، دافغانستان لپاره دپوځی حل لارې پیاوړی کول چې په دغه هیواد کې دامریکا نوی سټراټژی ئې تعقیبوی ، دافغانستان او سیمې لپاره مناسبه حل لاره نه ده .
میرمن ملیحه زیاته کړې ، له واشنګټن سره داسلام اباد اړیکې باید دسیمې دجیوپولیټیک حالاتو په اساس بدلې شی .. هغې دغه راز په سیمې کې په ناکراریو په اندیښنې ښودلو سره په افغانستان کې دامنیت اوثبات دټینګیدا لپاره دسملاسی حل لارې دموندلو په ضرورت ټینګار وکړ.
په ملګروملتو کې دپاکستان استازې د شپږنیم زره پوځیانو پشمول د پاکستان د څه دپاسه اوه ویشت زره ښاریزو قربانی کیدا ، په افغانستان کې د دجنګ اوترهه ګرۍ په وړاندې د خپل ه یواد د تاوانونو یوه برخه وبلله ا و زیاته ئې کړه ، په دې زمینې کې پاکستان څه دپاسه یو سل شل میلیارډ ډالره تاوانونه موندلی او هم ئې په تیرو دیرشو کلونو کې د څه دپاسه دوه میلیون او پنځه لکه افغان کډوالو کوربتوب هم کړی دی .