پيښور کښې ترهګره حمله کښې اتو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i59763-پيښور_کښې_ترهګره_حمله_کښې_اتو_پولیسو_ته_مرګ_ژوبله_اوښتې_ده
د پاکستان د خیبرپښتونخوا صوبې په مرکز پیښور کښې شوې ترهګره چاودنه کښې دوه پولیس وژل شوي او شپږ زخمي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 24, 2017 09:25 Asia/Kabul
  • پيښور کښې ترهګره حمله کښې اتو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د پاکستان د خیبرپښتونخوا صوبې په مرکز پیښور کښې شوې ترهګره چاودنه کښې دوه پولیس وژل شوي او شپږ زخمي دي.

د پاکستان مختلفو رسنیو خبر ورکړی چې نن سهار د دغه هیواد د شمال لویدیځ د خیبرپښتونخواه صوبې د مرکز پيښور په حیات آباد سیمه کښې له زرغونۍ جومات سره نزدې په موټر سایکل د یو سپور ترهګر لخوا د پولیسو په یو ګاډي ځانمرګی برید وشه چې پکښې په ګاډي کښې سپور پولیس افسر محمد اشرف نور او د هغه ګارډ په ځاې مړه شول.

د چاودنې له امله نور شپږ پولیس هم زخمي شوي چې د درملنې لپاره حیات آباد میډیکل کمپلکس ته وړل شوي دي. ډاکټرانو ویلي چې د یو زخمي پولیس حالت ډیر خراب دی.

د دې چاودنې پړه چا نه ده منلې.