په اسلام آباد کی پر شیعه لمونځ کونکو حمله وغندله شوه
د مجلس وحدت مسلمین، د اتحاد سنی شورا او تحریک انصاف په شمول؛ د پاکستان ګوندونو په اسلام آباد کی پر شیعه لمونځ کونکو، ترهه ګره حمله وغندله.
زموږ د خبریال د راپور په اساس، د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومی منشی«علامه راجا ناصر عباس جعفری» د امنیت په ټینګولو کی د دولت په ناتوانۍ نیوکه وکړه، او ویی ویل: د دغه هیواد په مختلفو سیمو کی شیعیان په امان کی نه دی.
علامه راجا ناصر عباس جعفری، په اسلام آباد ښار کی پر شیعه لمونځ کونکو د حملې د غندلو په ترځ کی، د پاکستان له دولت څخه وغوښتل، چی د دغه جنایت د عواملو د پیژندلو او سزا ورکولو لپاره هڅه وکړی.
په موټر سایکل سپرو ترهه ګرو، تیره شپه په هغو لمونځ کونکو باندی ډزی وکړې، چی د اسلام آباد د«باب العلم» له جومات څخه د وتلو په حال کی ؤو، او له کبله یی دوه لمونځ کونکی شهیدان شوی، او نور ۴ کسان ټپیان شول.
تر اوسه کومی ډلی یا کس د دغې ترهه ګرې حملې پړه نه ده منلی.