مذهب یوځل بیا دسیاسی هدفونو لپاره کارول کیږی
-
نن سبا دپاکستان په پوهنتونونو او ښوونځیو کښې ټروریسټان پیدا کیږي او دغه حالت حکومت په خپله پیدا کړی دی .
زمونږخبریال وایی دپاکستان دمشرانو جرګې مشر میان رضا ربانی وویل ټولې ادارې باید په خپلو حدونو کښې کار وکړی او ددوې ترمینځ شخړه د هیواد لپاره تاوان لری .
هغه وویل په پاکستان کښې یو(۱) ځل بیا مذهب دسیاسی هدفونو د پرمخ بیولولپاره استعمالیږی .
د پاکستان دمشرانو جرګې مشر رضا ربانی وویل دعملی سیاست دښه کولو لپاره باید د محصلینو په تنظیمونو بندیز ختم شی او زیاته یې کړه چې د حکومت د واکمنۍ په ختمولو سره مونږاوس جنګ سلاران پیدا کوو .
د پاکستان دمشرانو جرګې مشر رضا ربانی د ستر سیاستوال مخدوم جاوید هاشمی د کتاب د مخ کتنې په دستورو کښې وویل دپخوانی واکمن ضیا الحق په وخت کښې په پوهنتونونواو پوهنځیو کښې په ترقی غواړی تنظیمونو باندې پاې بندۍ ولګول شوې او سرزورو تنظیمونو ته پوره ازادۍ ورکړل شوه ځکه خو نن سبا دپاکستان په پوهنتونونو او پوهنځیو کښې ټروریسټان پیدا کیږی او دغه حالت حکومت په خپله پیدا کړی دی .
هغه وویل د وخت ضرورت دا دی چې دعملی سیاست دښه کولو لپاره باید د محصلینو په تنظیمونو پاې بندۍ ختمه کړې شی .