پاکستان روسیه دفاعی ملګرتیاوې زیاتوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i60485-پاکستان_روسیه_دفاعی_ملګرتیاوې_زیاتوی
دپاکستان ددفاع وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې دی چې له امریکا سره د دغه هیواد اړیکې په تیره بیا په پوځی ډګر مناسبات تر ډیره حده ترینګلی شوی دی او وئیل کیږی چې دامریکا دفا وزیر جیمز ماتیس هم نن پاکستان ته په سفر تللی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 04, 2017 10:43 Asia/Kabul
  • پاکستان روسیه دفاعی ملګرتیاوې زیاتوی

دپاکستان ددفاع وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې دی چې له امریکا سره د دغه هیواد اړیکې په تیره بیا په پوځی ډګر مناسبات تر ډیره حده ترینګلی شوی دی او وئیل کیږی چې دامریکا دفا وزیر جیمز ماتیس هم نن پاکستان ته په سفر تللی دی .

 زمونږخبریال له اسلام اباده راپورراکړ  د پاکستان دفاع وزیر غلام دستګیر خان  په ماسکو کې د پاکستان او روسیې د ګډ کمیشن  پنځمې غونډې په پای کې  وئیلی دی ،  د  پاکستان او ورسیې  پوځی ملګرتیاؤ  د دواړو هیوادونو   په اړیکو کې  نوی سپرکی پرانیستی دی .

   دپاکستان دفاع وزیر زیاته کړې  ډیر زر به  دانرژۍ په څیر  په نورو برخو کې هم  د دواړو هیوادونو مشارکت  او ګډون پیاوړی شی .

 هغه وئیلی  اسلام  اباد او ماسکو  موافقه کړې  چې  دپاکستان  دانرژۍ  په برخې کې د روسیې دپانګونې د زیاتولول پاره  په راتلونکی کې خپلو خبرواترو ته دوام ورکړی .