دهند دښاریز مور او میرمنه له هغه سره کتلی شی
-
پاکستان وايي چې دهند ښاریز کلبهوشن یادو جاسوس دی خو هندوستان دپاکستان تور ردوي
زمونږخبریال وایی دپاکستان دبهرنیوچارو وزارت پرون وویل چې په دغه هیواد کښې دجاسوسۍ په تور دهندوستان دنیول شوی ښاریز کلبهوشن یادو مور او میرمنې ته اجازه ورکړل شوی ده چې له هغه سره کتنه وکړی .
دپاکستان دبهرنیو چارو د وزارت ویندوی محمد فیصل وویل اسلام اباد هندوستان له خپلې فیصلې خبر کړی دی او ورته یې ویلی دی چې دکلبهوشن یادو مور او میرمنه له هغه سره کتنه کولای شی .
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویندوی زیاته کړه د کلبهوشن یادو مور او میرمنه د دسمبر په پینځویشتمه(۲۵) نیټه له هغه سره کتلی شی .
د پاکستان دبهرنیو چارو دوزارت ویندوی محمد فیصل وویل په اسلام اباد کښې د هندوستان دسفارت یوه(۱) مسول ته به اجازه وی چې په دغه کتنې کښې ګډون وکړی او ددغه چارې لپاره به بشپړه امنیت ټینګ شی .
پاکستان وایی چې دهند ښاریز کلبهوشن یادو جاسوس دی خو هندوستان دپاکستان تور ردوی او وایې چې هغه یو(۱) عادی ښاریز او کاروباری شخصیت دی .