د پيښور په زرعي انسټی ټیوټ دحملې یو شمیر تورن ونیول شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i61015-د_پيښور_په_زرعي_انسټی_ټیوټ_دحملې_یو_شمیر_تورن_ونیول_شول
 د پاکستان په پیښور کې په زرعي یا دکرهڼې په انسټیټیوټ په حمله کې لاسلرونکي شپږ مشکوک ترهه ګر ونیول شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 11, 2017 16:59 Asia/Kabul
  • د پيښور په زرعي انسټی ټیوټ دحملې یو شمیر تورن ونیول شول

 د پاکستان په پیښور کې په زرعي یا دکرهڼې په انسټیټیوټ په حمله کې لاسلرونکي شپږ مشکوک ترهه ګر ونیول شول.

 

د پاکستان د رسنیو د راپور له مخې دولتي سرچینې وایي دغه ترهه ګر په چارسدې او مومندو ایجنسۍ کې د عملیاتو په وخت نیول شوې  چې ویل کیږي د پاکستان د تحریک طالبان  د سوات څانګې غړي دي.

 سرچینې وایي چې  له نیول شویو کسانو ځان وژونکې واسکټونه او چاودیدونکي مواد لاسته راغلې دي.

د حملې اصلي تورن  په باجوړ کې د شتون له راپورونو او د امنیتي ځواکونو له  له عملیاتو سره سره تر اوسه پټ دی  خو د نیولو هڅې یې روانې دي.

  د ویلو ده چې د دسمبر په لومړۍ نیټه درې تربوزک وهونکو کسانو د پیښور یونیورسټي روډ ته نزدې د  زرعي ټریننګ انسټیټیوټ  په  هاسټل  برید کړی و  چې له امله یې نه کسان مړه او اوه دیرش ژوبل شوې وو.

 د دغه حملې مسوولیت د طالبانو تحریک په غاړه اخستی و.