د پيښور په زرعي انسټی ټیوټ دحملې یو شمیر تورن ونیول شول
د پاکستان په پیښور کې په زرعي یا دکرهڼې په انسټیټیوټ په حمله کې لاسلرونکي شپږ مشکوک ترهه ګر ونیول شول.
د پاکستان د رسنیو د راپور له مخې دولتي سرچینې وایي دغه ترهه ګر په چارسدې او مومندو ایجنسۍ کې د عملیاتو په وخت نیول شوې چې ویل کیږي د پاکستان د تحریک طالبان د سوات څانګې غړي دي.
سرچینې وایي چې له نیول شویو کسانو ځان وژونکې واسکټونه او چاودیدونکي مواد لاسته راغلې دي.
د حملې اصلي تورن په باجوړ کې د شتون له راپورونو او د امنیتي ځواکونو له له عملیاتو سره سره تر اوسه پټ دی خو د نیولو هڅې یې روانې دي.
د ویلو ده چې د دسمبر په لومړۍ نیټه درې تربوزک وهونکو کسانو د پیښور یونیورسټي روډ ته نزدې د زرعي ټریننګ انسټیټیوټ په هاسټل برید کړی و چې له امله یې نه کسان مړه او اوه دیرش ژوبل شوې وو.
د دغه حملې مسوولیت د طالبانو تحریک په غاړه اخستی و.