د ایران او پاکستان کلتوري او هنري اړیکې دې پراخې شي
په پاکستان کښې د ایران سفیر وویل: د ایران اسلامي جمهوریت له پاکستان سره د هراړخیزو په تیره بیا کلتوري او هنري اړیکو د ژورتیا غوښتونکی دی.
د ایرنا د خبر له مخې مهدي هنردوست د پاکستان په پلازمینې اسلام آباد کښې د (فلمِ ایران) پنځه ورځني فیسټیول د پرانیستې په مراسمو کښې زیاته کړه: د فیسټیولونو ترسره کیدل سبب کیږي چې د ایران له بډایه کلتور او هنر سره د پاکستان د خلکو د اشنایۍ لپاره زمینه برابره شي.
په پاکستان کښې د ایران سفیر په اسلامي ټولنو کښې د لویدیځ کلتور د یرغل د ګواښ په یادونې سره وویل: د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته د اسلامي ایراني کلتور د ملاتړ لپاره د ایران او د نورو اسلامي هیوادونو د خلکو لپاره په اسلامي هویت سره د یولړ فلمونو د جوړولو موضوع ته جدي پاملرنه وشوه.
په پاکستان کښې د ایران سفیر په اسلامي ټولنو کښې د هالیووډ د غیراخلاقي فلیمونو تولید او خپریدو ته په اشارې سره وویل: کورنۍ د اسلامي ټولنې بنیاد دی او پکار دي چې د اسلامي او ملي ارزښتونو د ملاتړ او ساتنې هڅه وشي او د ارزښتناکو او د ټولنو له معیار سره د سمو فلمونو په جوړولو او تبادلې سره پرې نږدو چې ځوانان او ځلمیان له بډایه اسلامي کلتور او هڅوبه لرې شي.
(فلم ایران) نومې پنځه ورځنی فیسټیول د ایران د کلتوري مرکز او د پاکستان د هنر د ملي مرکز په مرسته د دغه هیواد د اطلاع رسونې، رسنیو او ملي میراث د وزیرې مریم اورنګزیب او په پاکستان کښې د ایران د سفیر مهدي هنردوست په شتون سره د پاکستان د هنرونو په ملي مرکز کښې پرانیستل شو.