د پاکستان او ایران د اړیکو په پراختیا ټینګار
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i61349-د_پاکستان_او_ایران_د_اړیکو_په_پراختیا_ټینګار
د پاکستان دملي امنیت سلاکار «ناصر خان جنجوعه»  او د اسلامي ایران سفیر مهدی هنر دوست نن په  اسلام اباد کې کتنه او د دواړو هیوادونو د ملګرتیا په پراختیا ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 16, 2017 18:06 Asia/Kabul
  • د پاکستان او ایران د اړیکو په پراختیا ټینګار

د پاکستان دملي امنیت سلاکار «ناصر خان جنجوعه»  او د اسلامي ایران سفیر مهدی هنر دوست نن په  اسلام اباد کې کتنه او د دواړو هیوادونو د ملګرتیا په پراختیا ټینګار وکړ.

 

ناصر خان جنجوعه په دغه کتنه کې وویل :  په ټولو برخو کې د  ایران او پاکستان لا ډیر تعامل د دواړو هیوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لاره هواروي.

 د پاکستان  د ملي امنیت سلاکار همداراز په  ټولو زمینو په تیره بیا د پایدارې سولې او پراختیا د اهدافو د تحقق لپاره  د سیمې د هیوادونو په ملګرتیا ټینګار وکړ.

 په پاکستان کې د ایران سفیر مهدي هنر دوست هم په دغه کتنه کې د اسلامي نړۍ په وړاندې د پرتو ستونزو په سپړلو سره وویل: اسلامي ایران باوري دی چې  پاکستان د اسلامي نړۍ د ستونزو په حل کې رغنده او انډولوونکی رول لوبولی شي.

 هنر دوست او ناصر خان جنجوعه همداراز په اقتصادي برخو کې د پاکستان او ایران د ملګرتیا د لرلید په تیره بیا د چین او پاکستان په اقتصادي کوریډور کې د ګډون لپاره د ایران د چمتووالي په هکله  د نظر تبادله وکړه .