د پاکستان او ایران د اړیکو په پراختیا ټینګار
د پاکستان دملي امنیت سلاکار «ناصر خان جنجوعه» او د اسلامي ایران سفیر مهدی هنر دوست نن په اسلام اباد کې کتنه او د دواړو هیوادونو د ملګرتیا په پراختیا ټینګار وکړ.
ناصر خان جنجوعه په دغه کتنه کې وویل : په ټولو برخو کې د ایران او پاکستان لا ډیر تعامل د دواړو هیوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لاره هواروي.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار همداراز په ټولو زمینو په تیره بیا د پایدارې سولې او پراختیا د اهدافو د تحقق لپاره د سیمې د هیوادونو په ملګرتیا ټینګار وکړ.
په پاکستان کې د ایران سفیر مهدي هنر دوست هم په دغه کتنه کې د اسلامي نړۍ په وړاندې د پرتو ستونزو په سپړلو سره وویل: اسلامي ایران باوري دی چې پاکستان د اسلامي نړۍ د ستونزو په حل کې رغنده او انډولوونکی رول لوبولی شي.
هنر دوست او ناصر خان جنجوعه همداراز په اقتصادي برخو کې د پاکستان او ایران د ملګرتیا د لرلید په تیره بیا د چین او پاکستان په اقتصادي کوریډور کې د ګډون لپاره د ایران د چمتووالي په هکله د نظر تبادله وکړه .