ډونالډټرمپ دې دتورونو په ځای له پاکستان سره تعامل ته مخه کړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i61579-ډونالډټرمپ_دې_دتورونو_په_ځای_له_پاکستان_سره_تعامل_ته_مخه_کړی
فیصل مقداد وئیلی دترهه ګرۍپه ضددپاکستان اقدامات او قربانۍ وړاندې کول نړیواله ټولنه ستائی خو له بده مرغه ځینی په دغو هلوځلو سترګې پټوی او په سیمې کې دخپلو غلطو سیاستونو له امله پر ماتو دبرغولی دکیښودلو لپاره پر نورو تورونه لګوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 20, 2017 01:28 Asia/Kabul
  • ډونالډټرمپ دې دتورونو په ځای له پاکستان سره تعامل ته مخه کړی

فیصل مقداد وئیلی دترهه ګرۍپه ضددپاکستان اقدامات او قربانۍ وړاندې کول نړیواله ټولنه ستائی خو له بده مرغه ځینی په دغو هلوځلو سترګې پټوی او په سیمې کې دخپلو غلطو سیاستونو له امله پر ماتو دبرغولی دکیښودلو لپاره پر نورو تورونه لګوی .

زمونږخبریال  دجنګ انټرنیټی سایټ له قوله  راپورر اکړ  دپاکستان د خارجه  وزارت ویندوی محمد فیصل  مقداد   دامریکا د ولسمشر  ټرمپ  له خوا  پر پاکستان د لازیاتو تورونو  په ردولو سره  وئیلی دی ، په افغانستان کې د امریکائی عسکرو له شتون سره سره ، دافغانستان خاوره د پآکستان   په خلاف  استعمالیږی ، چې  دا  خلاف ورزۍ    دامریکا چارواکی نه ګوری  او که نه غواړی ورته توجه وکړی .

 هغه پرون په خبری ناستې کې  ووئیل  د ډونالډټرمپ  تورونه چټی ، بې اساسه او  له حقائقو سره په تضاد کې دی  ،  او دغه درست تورونه،دپاکستان له خوا دترهه ګرۍ په ضد  اقدامات او قربانیانو وړاندې کولو ته په بې پامۍ سره  هیڅ حیثیت نه لری .

دپآکستان دخارجه وزارت ویندوی همداراز ووئیل  دافغانستان له  خاورې هماغه راز  پاکستان ګواښل کیږی ، ګاونډی هیواد   په پاکستان کې دترهه ګرۍ  لپاره  دافغانستان په خاورې کې له دیره  جنایتکارو سره مالی  او وسلوالې مرستې کوی  چې   درسته جنوبی آ سیا  له خطرې سره لاس اوګریوان کوی