دایران او دعربستان ترمینځ به هیڅ جنګ ونشی
-
سعودي عربستان د پاکستان په شمول د ځینو اسلامي هیوادونو یو (۱)تش په نامه او جعلي ائتلاف جوړ کړی دی .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا په مشرانو جرګې سینا کښې د سیمې د حالت په اړه وویل د ایران او دسعودی عربستان ترمینځ به هیڅ جنګ ونشی .
هغه پرون د مشرانو جرګې په ځانګړی غونډې کښې چې دقدس په باره کښې دامریکا د ولسمشر ټرمپ له فیصلې وروسته د پاکستان او دسیمې په امنیتی مسایلو او دخارجی سیاست د ستراتیژۍ په ټاکلو او غور لپاره جوړه شوی وه وینا وکړه .
دپاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا دمشرانو جرګې غونډې ته د سیمې دامنیت او د ملی امنیت د راپور له وړاندې کولو وروسته وویل دجنګ ضد ائتلاف دهیڅ هیواد پرضد نه دی جوړ شوی او تراوسه په دغه ائتلاف کښې د ګډون جوړښت او ایجنډه هم نه ده ټاکل شوی .
سعودی عربستان د پاکستان په شمول د ځینو اسلامی هیوادونو یو (۱)تش په نامه او جعلی ائتلاف جوړ کړی دی چې هدف یې له ایران سره مبارزه او دایران پرضد پروپاګنډه کول دی خو دغه ائتلاف عملا له مینځه تللی دی ځکه چې په دغه ائتلاف کښې ایران ، سوریه او عراق نشته او یوازې هغه هیوادونه پکښې شامل دی چې دامریکا، انګلستان ، سعودی عربستان او ددوې دملګرو دسیاستونو پیروی کوی .