مهمند ایجنسی: د افغانستان څخه په ډزو ۳ پاکستانی عسکر وژل شوی
Dec 23, 2017 09:18 Asia/Kabul
د پاکستان د پوځ رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې تېره ورځ ددوی د ایف سی ځواک ۳ تنه عسکر د افغانستان له لوری په ډزو ووژل شول.
خبرپاڼه کې ویل شوی چې دغه عسکر هغه مهال ووژل شول کله چې یې د افغانستان سره پر پوله یوه نوې پوسته جوړوله، او د افغانستان څخه راغلیو وسلوالو باندی ډزی وکړې چې په ځواب کې دوی هم ډزی وکړې، او ۵ تنه وسلوال یې ووژل.
د پوځ رسنیز دفتر په خپله خبرپاڼه کې ویلی چې وسلوالو خپل مړی او ټپیان له ځانه سره یو وړل.
رسنیز دفتر ISPR) ) ویلی چې د پاکستان ځواکونه د افغانستان سره پولې ته نیژدې ځکه قربانی ورکوی چې د افغانستان په اړخ کې داسی سیمې شته چې هلته د حکومت واک نشته او یا په کافی اندازه پوځ نه دی ګمارل شوی.